نړۍ

امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د دفاعي توغندیو ګډه روزنه ترسره کړه

Published

on

له پنځو کلونو وروسته امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د شمالي کوریا او چین د ګواښونو په غبرګون کې د بالستیک توغندیو پر ضد ګډه دفاعي روزنه ترسره کړه.

پنټاګون د سې شنبې پر ورځ (د زمري پېنځه ویشتمه) اعلان وکړ، چې دغه هېواد له جنوبي کوریا او جاپان سره په ګډه د هاوايي له سواحلو د بالستیک توغندیو پر ضد دفاعي پوځي روزنه ترسره کړې ده.

د رویترز د څرګندونو له وخې، دا پوځي روزنه تېره اوونۍ ترسره شوې او ښيي، چې د شمالي کوریا او چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دغو درې هېوادونو ګډه روزنه یو ځل بیا پیل شوې ده.

د پنټاګون په څرګندونو کې راغلي: په دې څو مليتي پوځي روزنه کې، چې د اګست له ۸ څخه تر ۱۴ پورې د توغندیز ګواښ، د بالستیک توغندیو څارل او پوځي لاسوهنې د مخنیوي لپاره درې واړو هېوادونو د شمالي کوریا ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره د ګډ امنیت ساتنې او د نړیوال قانون پر بنسټ د اړوند سیستم پیاوړتیا ته ژمن پاتې دي.

دا لومړی ځل دی، چې درې واړه هېوادونه له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا ګډه پوځي روزنه ترسره کوي. د سیول او توکیو ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۹ کې ډېرې خړې پړې وې. په ۱۹۴۵-۱۹۱۰ کلونو کې د کوریا ټاپو وزمه جاپان ونیوله او له همغه وخته پرې اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

کله، چې د جنوبي کوریا نوي محافظه کاره ولسمشر یون سوک یول د می په میاشت کې واک تر لاسه کړ؛ نو خپل دا ټینګار یې څرګند کړ، چې د ګډو پوځي روزنو له بیا پیلولو یا پراخولو سره به د شمالي کوریا  له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له جاپان او امریکا سره اړیکې پراخې او پیاوړې کړي.

Trending

Exit mobile version