نړۍ
امریکايي ځواکونه تایوان د چین له لاسوهنې ژغوري

د امریکا ولسمشر جوبایدن پرون پرون (یکشنبه د وږي ۲۷) په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې که د چینايي ځواکونه لخوا پر تایوان برید وشي؛ واشنګټن به ترې دفاع وکړي.
جو بایدن د CBS د ۶۰ دقیقو خپرونې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امریکایی ځواکونه به د تایوان دفاع وکړي؛ ویلي:هو! که څه هم بې ساری برید وي.
د امریکا ولسمشر د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې که چین پر تایوان برید وکړي؛ آیا معنا به یې دا وي، چې د اوکراین د جګړې پر پرتله به امریکایي نرینه او ښځینه ځواکونه له دې تاپو دفاع وکړي ویلي: هو!
رویترز خبري آژانس څرګنده کړی؛ دا ځل بایدن د بل هر وخت پر پرتله د تایوان دفاع ته د ژمنتیا غږ پورته کړی دی.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند له رویترز سره په خبرو کې داسې ټینګار څرګند کړ، چې د تایوان په اړه د واشنګتن پالیسي بدله شوې نده.
دغې امریکایي سرچینې ویلي: ولسمشر مخکې هم دا خبره کړې وه او یادونه کوي، چې د تایوان په اړه به زموږ پالیسي پخپل ځای پاتې وي.
رویترز په ډاګه کړې: امریکا تل دا پالیسي درلوده، چې په ښکاره ډول نه وایي؛ که چین پر تایوان برید وکړي، نو دوی به پوځي ځواب ورکړي.
په می میاشت کې هم بایدن پوښتل شوی و، چې آیا امریکا باید د تایوان د دفاع لپاره په نظامي جګړه کې ښکېل شي؛ ویلي وه: هو! مونږ دا ژمنه کړې ده.
نړۍ
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې له ولادیمیر پوتین سره په اړیکه کې دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا د روان کال له پیل راپدېخوا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ولسمشر په توګه د خپلې دوهیمې دورې له پیل راپدېخوا یا مخکې یې له پوتین سره خبرې کړې دي وویل: " خبرې شوي او وړاندویېنه کوم، چې نورې خبرې به هم وکړم. مونږ باید دا جګړه پای ته ورسوو. "
ټرمپ د دې خبرو له جزئیاتو ډډه کړه او وایي: "زه باور لرم، چې د پرمختګ په حال کې یوو. غواړو، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ودروو."
هغه زیاته کړې، چې امریکا په ورته وخت کې له روسیې او اوکراین سره په اړیکه کې ده.
د امریکا ولسمشر له دې مخکې له نیویارک پوسټ سره په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبر کړې دي.
له ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې څو ځله یې له پوتین سره خبرې کړې؛ له حه ویلو ډډه وکړه او وایي: "غوره ده، چې دا ونهوایو."
ټرمپ په دې باور دی، چې پوتین د جګړې په ډګر کې مرګونو ته اهمیت ورکوي.
د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي: "هغه (پوتین) غواړي، چې وژنه ودرول شي. دا ټول وژل شوي کسان ستاسې د ماشومانو په څیر ځوانان او ښکلي خلک دي."
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د پخواني امریکايي ولسمشر پر پرتله؛ له پوتین سره ښې اړیکې لري.
دغه راز د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو له تائید یا ردولو څخه ډډه کړې او دولتي TASS خبري سرچینې ته یې ویلي، چې ډېری ټیلیفونونه کیږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه د پوښتنې په وخت کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
هغه این بي سي نیوز ته ویلي: "یقینا ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي."
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین د روسیې دولتي خبري سرچینې RIA ته ویلي: "روسیې د اوکراین پر مسله د خبرو اترو د پیل لپاره کوم قناعت بښونکی وړاندیز ندی ترلاسه کړی."
ګالوزین وایي: "اړینه ده دا څرګندونې له عملي ګامونو سره یوځای وي، چې د روسیې مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د بحران د ریښو د له منځه وړلو او نويو واقعیتونو د پېژندلو لپاره چمتووالی وښيي."
نړۍ
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل
رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر انټوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.
چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې ټرمپ د بایډن د مرستیالې لویې څارنوالې لیزا موناکو لپاره امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړل؛ چا، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د ټرمپ د ملاتړو لخوا د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د بریدونو په اړه د عدلیې وزارت د غبرګون په همغږۍ کې مرسته کړې وه.
دوی ویلي، چې ټرمپ د نیویارک د لویې څارنوالۍ د څارنوالې لټیتیا جیمز او د مانهاټن د سیمې د څارنوال آلون براګ اعتبار لیکونه هم لغوه کړل، چې دواړه د ټرمپ پر وړاندې د قضیو مشري کوله.
که څه هم د باور لغوه کول ممکن سمدستي اغېزې ونلري؛ دا په واشنګټن کې د مخ پر زیاتېدونکي اختلاف یوه بله نښه ده. د امریکا پخوانیو ولسمشرانو په دودیز ډول امنیتي ناستې تر سره کولې، چې وکولی شي اوسنیو ولسمشرانو ته د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په اړه مشوره ورکړي.
په ۲۰۲۱ کال کې بایډن ، چې هغه مهال ولسمشر و د ټرمپ امنیتي باورلیک لغوه کړ.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هیکزټ تېره میاشت د متقاعد ستر درستیز او د ګډو ځواکونو د پخواني مشر مارک میلي شخصي امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ میلي، چې د ټرمپ د لومړي پېر په ځینو برخو کې یې د امریکا د لوړ پوړي پوځي افسر دنده ترسره کړې، د بایډن په حکومت کې یې د هغه یو له مخکښو منتقدینو څخه و. کله، چې هغه په ۲۰۲۳ کال کې د ۴ ستورو د لرونکي جنرال په توګه متقاعد شو.
د بایډن ډېری ډیپلوماټانو د ټرمپ له نويو چارواکو سره د جنورۍ له شلمې (د ټرمپ له واک اخیستلو) په مخکینیو اوونیو کې د اوکراین او روسیې د جګړې په ګډون پر مسایلو ګډ کار کړی و.
ویل کیږي، چې انټونیو بلینکن سمدستي په دې اړه تبصره نده کړې.
نړۍ
ټرمپ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړي
په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وځي او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA آنروا ) ته خپلې مرستې بندوي، چې ورسره به د ډونالډ ټرمپ د پخواني حکومت پالیسۍ بیا راژوندۍ شي.
په راپور کې راغلي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ له بنیامین نتانیاهو سره له لیدنې مخکې دا اجرائیوي فرمان صادروي، چې له مخې به یې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووځي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ته هم مرستې دروي.
امریکا له کلونو راپدېخوا د بشري حقونو شورا تورنه کړې، چې نه یوازې د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې د هغو حکومتونو ملاتړ ته هم وردانګي، چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
دا کار له هغې وروسته تر سره کیږي، چې د بایډن حکومت د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ته له تمویل کمولو وروسته، چې ځینې کارمندان یې د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل ول؛ ودروي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د اجرائیوي فرمان لاسلیک تر سېشنبې پورې ځنډول شوی دی.
له دې مخکې د ټرمپ حکومت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) چې په بهر کې یې د بشري حقونو ملاتړ هم کاوه. د دې اندېښنو په اړه، چې آیا دا د ټرمپ له "امریکا لومړی" پالیسۍ سره مطابقت لري؛ غور کوي او دا، چې پیسې یې څنګه لګول کیږي تر پوښتنې لاندې نیولې ده.
( آنروا ) د غزې خلکو ته د مرستې رسولو اصلي اداره ده، چې د اوکټوبر د اوومې له برید وروسته په سیمه کې د اسرائیلو د برید له کبله رامنځته شوي؛ بشري ناورین ته د لاسرسي لپاره فعالیت کوي. ملګرو ملتونو په تېر اوړی کې څو کارکوونکي له هغې وروسته له دندې ګوښه کړل، چې یوې داخلي څېړنې پر اسرائیلو د حماس په برید کې ښکېل وګنل.
د ملګرو ملتونو ویاند سمدلاسه په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې د بشري حقونو شورا "خپل هدف ندی ترلاسه کړی او د هغو هېوادونو لپاره د ساتونکي په توګه کارول کیږي، چې له بشري حقونو وحشتناکه سرغړونې کوي" او د اسرائیلو پر وړاندې یې دریځ هم وغانده.
امریکا د UNRWA ترټولو لوی مرسته کوونکی و، چې په کال کې یې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر ورکول؛ خو د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ په جنوري کې دا تمویل ودراوه. هغه وخت، چې اسرائیلو د UNRWA شاوخوا ۱۲ کارمندان د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې پر ګډون تورن کړل؛ په غزه کې جګړه رامنځته شوه.
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان ته د نغدو پیسو لېږل روان ساتل شوي – د یوه امریکایي سناتور ادعا
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
یونیسف په افغانستان کې د ۲۱۳ خوارځواکو ماشومانو له درملنې خبر ورکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان او چین په واخان دهلیز کې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
سعودي عربستان د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه د نتانیاهو څرګندونې وغندلې
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
مصر به د عربي هېوادونو د بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب وکړي
-
نړۍ1 day ago
د اوکراین د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی – ټرمپ