تازه خبرونه
امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه نده کړې – لاوروف
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نده کړې.
لاوروف د یکشنبې پر ورځ دغه څرګندونې پر یوګوسلاویا د ناټو د یرغل په اړه یوه مستند ته په مرکه کې کړې دي.
هغه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې بریدونو ته په نغوته کې ویلي، چې امریکایان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له « زړه سوي» سره افغانستان ته ننوتل.
هغه زیاته کړې: هیچا په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو له استولو سره مخالفت ندی کړی او نه یې د یرغل په توګه یاد کړی دی؛ ځکه ټول وپوهېدل، چې د یاد ترهګریز برید له عاملینو سره باید حساب وشي.
لاوروف ادعا کړې، چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه کوله.
هغه وایي: هغوی هلته داسې دفترونه او ټولنې جوړې کړې، چې وروسته پر القاعده بدل شول. بیا یې ترې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د نامناسبو رژیمونو د مجازاتو او هڅولو لپاره کارول پیل کړل.
دا څرګندونې له هغې دوه ورځې وروسته راپورته کېږي، چې اوړمه ورځ په مسکو کې د یوه کنسرت پر تالار خونړی برید وشو او مسوولیت یې هم داعش پر غاړه واخیست. په دې برید کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.