تازه خبرونه
امریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زدهکړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.
د امریکا د جنګ وزیر د ۲۰ کلن پوځي حضور پر ناکامیو په داسې حال کې نیوکه کړې، چې امریکا افغانستان ته د سفر په اړه تر ټولو د لوړې کچې خبرداری ورکړی او خپل وګړي یې دې هېواد ته له سفر کولو منع کړي دي.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زدهکړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.
هګست د کابل هوايي ډګر د آبي دروازې برید ته هم نغوته کړې، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
هغه دغه پېښه د عملیاتي، سټراټیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله بللې او وایي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناسمو وتلو د امریکا نړیوال اعتبار ته لوی زیان ورساوه.
دغه راز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش پخواني مشر، جان ساپکو، هم د واشنګټن پر کړنو نیوکه کړې او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل دوهلسیز پوځي حضور پر مهال د خپلو موخو او فعالیتونو روښانه درک نهدرلود او څو ځله یې د خپل پوځي حضور لاملونه بدل کړل.
ساپکو زیاته کړې، چې د میلیارډونو ډالرو له لګولو سره- سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت چټک ړنګ شو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدا څو کاله تېر شوي؛ خو واشنګټن اوس هم اسلامي امارت پر رسمیت نهدی پېژندلی.
اسلامي امارت څو ځله له امریکا غوښتي، چې د جګړې د وخت سیاستونه پرېږدي او د مقابلې پر ځای له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.