ساینس او ​​ټیکنالوژي

امریکایي ستورمزلی جیمز مکدیویت مړ شو

Published

on

د ناسا پخوانی ستورمزلی امریکایي جیمز مکدیویت، چې د اپولوـ ۹ ماموریت مشري یې لرله؛ د پنجشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۱۳ د اریزونا ایالت په توسان ښار کې د ۹۳ کلونو پر عمر مړ شو.

مکدیویت د خپل مسلکي ژوندانه ۱۴ ورځې په فضا کې تېرې کړې؛ د ۱۹۶۲ ز. کال په سپتمبر کې د هوایي ځواک د پیلوتۍ له څانګې فارغ شو او د خلابازانو د غړي په توګه وټاکل شو او د کالیفورنیا په ادواردز هوایي اډه کې د پیلوت په توګه خدمت پیل کړ.

د ۱۹۶۵ ز. کال په جون کې یې د لومړي ځل لپاره له یوه بل پیلوت سره د جیمني – ۴ ماموریت د قومندان په توګه فضا ته الوتنه وکړه.

وروسته یې بیا د اپولو- ۹ ماموریت د قومندان په توګه د ۱۹۶۹د مارچ پر ۳ یې د ناسا له کنیدي فضايي مرکزه دوه یمه فضايي الوتنه تر سره کړه.

ناسا څرګنده کړې؛ هغه له ستورمزلۍ مخکې د امریکا د هوايي ځواک غړی و او د جګړې په بهیر کې یې ۱۴۵جنګي ماموریتونه د اف – ۸۰ او اف – ۸۶ الوتکو ترسره کړي او د خپلې پیلوتۍ پر مهال یې له ۵۰۰۰ ساعتنو څخه ډېرې الوتنې ثبت کړې دي.

فضا ته له سفرونو وروسته مکدیویت د سپوږمې د عملیاتو مدیر شو او له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۲ پورې یې د اپولو د فضايي پروګرام د مدیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

Trending

Exit mobile version