تازه خبرونه
امریکایي شرکتونه له ټاپي پروژې سره یوځای کېدی شي – د ترکمنستان ملي مشر
نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.
د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ويلي، چې نړیوال شرکتونه د امریکایي هغو په ګډون کولی شي د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند (ټاپي) ګاز نللیکې پروژې سره یوځای شي.
نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.
هغه زیاته کړې: « دا پروژه، چې د امریکا په ګډون له نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده؛ د سویلي آسیا هېوادونو د مخ پر ودې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا ستره وړتیا لري. دا په آسیا-اوقیانوسیه سیمه، نږدې ختیځ او منځني ختیځ کې د مخ پر ودې بازارونو ته د لاسرسي لپاره د امید وړ لارې هم پرانیزي».
بردي محمدوف زیاته کړې: « ټاپي پروژه د سیاسي ثبات او اقتصادي سوکالۍ لپاره هم خورا مهمه ده او د پانګونې لوړ جذابیت لري».
ترکمنستان پلان لري، چې د نللیکې لومړۍ برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د هرات ښار ته ورسیږي؛ بشپړه کړي. تر دې دمه د دې پروژې د جنوب لوري ته د غځولو پلان ندی اعلان شوی.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت
د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨ د ښوونځیو زدهکوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بېګناه افغانان، ماشومان او سپینږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.
د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨ د ښوونځیو زدهکوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بېګناه افغانان، ماشومان او سپینږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.
دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زدهکړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.
په کوچنیو ډلو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله نومونه اخیستل کېدی شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې داعش یوازنۍ ډله ده، چې د اسلامي امارت پر وړاندې فعاله ده؛ خو دا د سیمې د نیولو توان نلري او اصلي هدف یې پر حکومت باور کمزوری کول دي. د امنیتي ځواکونو عملیاتو په تېر یو نیم کال کې د داعش بریدونه کم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل په افغانستان کې د وسلوالو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
تازه خبرونه
د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه ملګروملتونو ته شکایت وسپارل شو
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چارسمبالی(سرپرست) دایمي استازي نصیر احمد فایق ويلي: د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه یې، چې په کې ملکي ځاني زیانونه رامنځته شوي؛ امنیت شورا ته شکایت سپارلی دی.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د دې سرغړونو د سمدستي پلټنې او بندولو، حساب ورکولو، د ځمکني بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور او له نړیوالو قوانینو د بشپړ اطاعت غوښتنه کوو.”
هغه له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې دا موضوع د یوې جدي نړیوالې مسلې په توګه وڅېړي او پاکستان دې د نړیوالو قوانینو رعایت کولو ته اړ کړي.
د پاکستان پوځي رژیم د شنبې پر شپه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل، چې په کې د ښځو، ماشومانو او ردهکوونکو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
-
تازه خبرونه4 days agoپر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
-
تازه خبرونه1 day agoکابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
-
سوداگري4 days agoافغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
-
تازه خبرونه4 days agoپه باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد صنایعو او سوداګرۍ وزیر د همکارۍ او هند د نوې ټکنالوژۍ د رالېږدولو ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
