تازه خبرونه

امریکایي شرکتونه له ټاپي پروژې سره یوځای کېدی شي – د ترکمنستان ملي مشر

نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.

Published

on

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ويلي، چې نړیوال شرکتونه د امریکایي هغو په ګډون کولی شي د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند (ټاپي) ګاز نل‌لیکې پروژې سره یوځای شي.

نوموړي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې؛ د ټاپي پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د اوږدمهالي تاوتریخوالي مخه ونیسي، چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدان دي.

هغه زیاته کړې: « دا پروژه، چې د امریکا په ګډون له نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده؛ د سویلي آسیا هېوادونو د مخ پر ودې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا ستره وړتیا لري. دا په آسیا-اوقیانوسیه سیمه، نږدې ختیځ او منځني ختیځ کې د مخ پر ودې بازارونو ته د لاسرسي لپاره د امید وړ لارې هم پرانیزي».

بردي محمدوف زیاته کړې: « ټاپي پروژه د سیاسي ثبات او اقتصادي سوکالۍ لپاره هم خورا مهمه ده او د پانګونې لوړ جذابیت لري».

ترکمنستان پلان لري، چې د نل‌لیکې لومړۍ برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د هرات ښار ته ورسیږي؛ بشپړه کړي. تر دې دمه د دې پروژې د جنوب لوري ته د غځولو پلان ندی اعلان شوی.

Trending

Exit mobile version