تازه خبرونه

امریکایي وګړیو ته له افغانستان څخه د وتلو سپارښتنه وشوه

Published

on

په کابل کې د امریکا سفارت د شنبې پر ورځ له افغانستان میشتو امریکایانو وغوښتل، چې سمدستي له دې هېواده ووځي.

یاد سفارت په ډاګه کړې: د امنیتي شرایطو او د کارکوونکیو کمیدو له کبله په افغانستان کې د امریکایي وګړیو سره د مرستې وړتیا ان په کابل کې خورا محدوده شوېده.

سفارت څرګنده کړې؛دوی به هغو امریکایي وګړیو ته، چې هېواد ته د راستنېدو وس نلري؛ تکت پر پور  هم واخلي.

امریکا سفارت له امریکایي وګړیو وغوښتل، چې د نورو معلوماتو لپاره پر لاندې پتې اړیکې ونیسي او ځانونه له آسانتیاوو برخمن کړي:

kabulacs@state.gov

دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغې راپورته شوې، چې په کابل کې د بریټاانیا سفارت خپلو وګړیو ته ورته مشوره خپره کړه او له هغوی یې وغوښتل، چې له افغانستان څخه ووځي.

Trending

Exit mobile version