کوید۱۹
امریکا د نړیوالو مسافرینو لپاره د کرونا کتنې اړتیاوې لغو کوي
د امریکا د ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکز څرګنده کړې، چې د ساینسي او خبري معلوماتو پر بنسټ نړیوال مسافرین نور اړ ندي، چې امریکا ته د راتلو لپاره د کرونا کتنې منفي آزموینه ولري.
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې ټاکل شوې، چې دا محدویت د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي ۲۲) لرې شي.
دغه راز ویل شوي، چې دوی به د ناروغۍ د وضعیت څارن روانه وساتي او که وضعیت بدل شي د آزموینې اړتیا به بیا وارزول شي.
د امریکا روغتیا وزارت ویلي: دا ګام د کرونا پروړاندې په مبارزه کې د پرمختګ له کبله شونی دی.
د امریکا د مسافرو ټولنې اجرائیوي مشر راجر ډو ویلي، د کتنې سپارښتنه لغو کول د راتلونکي هوایي سفرونو د ښه کولو او امریکا ته نړیوال سفر یو بل لوی ګام دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ امریکا ته نړیوال سفرونه د ۲۰۱۹ کال پر پرتله ۲۴ سلنه کم شوي دي.
