تازه خبرونه
امریکا او بریټانیا له خپلو اتباعو غوښتي، چې په کابل کې له هوټلونو ووځي
امریکا او بریټانیا نن (دوشنبه د تلې ۱۹ ) خپلو وګړیو ته خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ګواښونو له کبله په کابل کې هوټلونو ته له ورتګه په ځانګړي توګه کابل سرینا څخه دډه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: د امریکایي وګړي، چې کابل سرینا هوټل ته نږدې په اړوند سیمه کې دي؛ باید سمدستي ووځي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په ډاکه کړې او له خپلو اتباعو یې غوښتي، چې کابل سرینا هوټل ته له تګ راتګه ډډه وکړي.
د دوی په څرګندونو کې راغلي: د امنیتي ګواښونو له کبله تاسې ته سپارښتنه کوو، چې د کابل هوټلونه پریږدئ. په ځانګړي توګه له کابل سرینا هوټله ووځئ.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د کندوز په خان آباد کې د شیعه ګانو په جومات چاودنې لږ تر لږه ۱۲۰ کسان وژلي او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي او د چاودنې پړه هم د خراسان داعش دلې ومنله.
