تازه خبرونه

امریکا او طالبان د هوایي بریدونو پر بندیدو خبرې کوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۴۰۰)

یو شمېر خبري سرچینو په ډاګه کړې، چې امریکایان او طالبان د هوایی بریدونو پر درولو خبرې کوي.

پوځي ورځپاڼې سټارز او سټریپز نن څرګنده کړې، چې د دې خبرو موخه د افغانانو تر منځ د سولې خبرو بهیر روان ساتل دي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ د هوایی بریدونو لنډمهاله درول د ولسمشر جوبایډن د طرحې یوه برخه ده، چې طالبان هم د استانبول له غونډې مخکې په تاوتریخوالي کې کمی رامنځته کړي.

 یو شمېر امریکایي چارواکو سټریپز ورځپاڼې ته ویلي؛ دا نظریه اوس هم د کاغذ پر مخ ده، چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو له هڅو سره تړاو لري.

د متحده ایالاتو د هوایي بریدونو بندیدل د افغانستان حکومت او اردو انېښمنوي، چې اوس هم د امریکا هوایي بریدونو ته اړتیا لري.

سټریپز په ډاګه کوي، چې دې کړنې په پنټاګون کې د ځینو خلکو اندېښنې هم راپورته کړي، چې دا د طالبانو لپاره یو امتیاز بولي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې، امریکایي سرتېري باید د روان کال د می پر لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي؛ خو د بایډن ادارې پر دغه تړون بیاکتنه کوي.

Trending

Exit mobile version