تازه خبرونه
امریکا او ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت مشران له تور نوملړه وباسي
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې؛ امریکا او نړیواله ټولنه باید پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي او له تور نوملړه دې د حکومتي مشرانو نومونه وباسي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو او امریکا په تور نوملړ کې د اسلامي امارت د غړیو د نومونو شتون د دوحې له هوکړې سره په ټکر کې بولي او ټینګار کوي، چې د دغو بندیزونو دوام به نه یوازې پر افغانستان، بلکې پر سیمه او نړۍ هم منفي اغېز ولري.
بلال کریمي وایي: د اسلامي امارت چارواکي باید له تور نوملړه او بندیزونو څخه وایستل شي. دا د افغانانو نه هیریدونکی حق دی او له امریکا سره په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون غوره برخه ده.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز معارج ویلي؛ دا یو پر ځای دریځ دی. کله، چې امریکایانو د دوحې په سرمشریزه کې پر سوله کولو او حکومت جوړولو هوکړه وکړه؛ نو اړینه ده، چې نور بندیزونه لرې او د حل لار وموندل شي.
د راپورونو له مخې؛ د اسلامي امارت د مشر د کابینې له ۳۳ غړیو څخه د ۱۴ مشرانو نومونه یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې دي.
د امریکایانو پر وړاندې دوه لویې ننګونې شته؛ له طالبانو سره کارکول، د طالبانو په رسمیت پېژندل او له تور نوملړه د هغوی ایستل په ټوله نړۍ کې امریکایان تر پوښتنې لاندې راولي. له همدې امله دوی تر دې دمه رسمي ندي پېژندل شوي او د شریکانو به توګه یې منل وخت نیسي. دوه یم عامل دا دی، چې امریکایان اوس هم پر طالبانو باور نلري.
له دې مخکې امریکا او نړیوالې ټولنې د یوه ټولګدونه حکومت جوړول، د لږکیو، ښځو او نجونو د حقونو ساتنه د اسلامي امارت د تسلیمېدو له اساسي شرطونو څخه اعلان کړي وه.
