تازه خبرونه

امریکا به د ترویکا له جوړښته وویستل شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۱)

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال تاس خبري آژانس ته څرګنده کړې؛ پر روسیې، چین او پاکستان سربېره به هند اوایران ته هم په دې جوړښت کې ځای ورکړي او امریکا به له دې جوړښته وباسي.

په ترویکا جوړښت کې روسیه، چین، امریکا او پاکستان ګډون لري؛ خو اوس د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال په ډاګه کړې، چې امریکا له دې جوړښه وباسي او ځای یې هند او ایران ته خوشې کوي.

د روسيې د ملي امنيت شورا مرستيال ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په برخه کې د امريکا چلند رغنده ندی او له همدې کبله به د ترويکا د جوړښت بڼه بدله کړي او د امریکا پر ځای به  ایران او هند  په دې جوړښټ کې له ونډې برخمن شي.

د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د ترویکا غونډه به له دې وروسته د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د استازیو په حضور کې جوړیږي.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکساندر ویندیکتوف وایي: د ترویکا په چوکات کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان ځانګړیو استازیو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي. اوس د امریکا د ناسم چلند په نظر کې نیولو سره مونږ غواړو، چې په دې جوړښت کې پر روسیې، چین او پاکستان سربېره هند او ایران ته ځای ورکړو او امریکا ترې وباسو.

دغه روسي چارواکي همداراز ټینګار کړی، چې هر کال د افغانستان په اړه د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو تر منځ سلا مشورې کېږي.

هغه زیاته کړې؛ دغه مشورې د شانګهاى د همکاريو ټولنې له لارې په افغانستان کې د ملي پخلاينې لپاره تر ټولو ګټورې دي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي ویلي، چې د ترویکا پخوانۍ غونډې ګټورې نه وې او امریکا د افغانستان د ثبات په اړه مثبت نظر نه لاره؛ نو له همدې کبله په نوي جوړښت کې به ایران او هند ته ځای ورکړ شي.

په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي بدلونونو وروسته په روسیه، پاکستان او چین کې د ترویکا په بڼه ډېرې غونډې جوړې شوې، چې د افغانستان پر وضعیت یې تمرکز وکړ. په دې غونډو کې له اسلامي امارت سره پر خبرو ټینګار شوی او له اسلامي امارت څخه هم غوښتل شوي، چې د نړیوالې ټولنې د وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې ګامونه پورته کړي.

Trending

Exit mobile version