تازه خبرونه

امریکا ته له ۴۰ زره څخه د زیاتو افغانانو الوتنې وځنډول شوې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیریه موسسې وان ډایور مشر شان وان ډایور، چې امریکا ته د افغانانو له لېږد ملاتړ کوي؛ دغه هېواد ته د لسګونه زره افغان کډوالو لپاره د الوتنو له ځنډولو خبرداری ورکړی دی.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د کډوالو د ملاتړ ډلې او یوه امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنیو مرستو د بندولو سپارښتنې له ۴۰ زره څخه د ډېرو افغانانو لپاره الوتنې ځنډولي که څه هم ، چې د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) هم لري.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیریه موسسې وان ډایور مشر شان وان ډایور، چې امریکا ته د افغانانو له لېږد ملاتړ کوي؛ دغه هېواد ته د لسګونه زره افغان کډوالو لپاره د الوتنو له ځنډولو خبرداری ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د دې خلکو ډېر یې په افغانستان کې دي. په داسې حال کې، چې نور یې په پاکستان، قطر او البانیا کې د خپل سفر پر تمه دي.

د امریکا دغه چارواکي د ټرمپ له ادارې څخه وغوښتل، چې د ځانګړو مهاجرتي ویزو لرونکو لپاره استثنا رامنځته کړي؛ ځکه، چې د امریکا د دې چارواکي د څرګندونو له مخې، “دې کسانو په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پرمهال د امریکا حکومت لپاره کار کاوه.”

شان وان ډایور، د افغان ایوک مشر، چې د بېلابېلو ډلو یو ائتلاف دی، چې امریکا ته د افغانانو د بیا میشتېدنې ملاتړ کوي؛ هم ټینګار وکړ؛ د الوتنو ځنډول قصدي نه ول او “مونږ فکر کوو، چې دا یوه تېروتنه وه.”

د وان ډایور د څرګندونو له مخې؛ لسګونه زره افغانان، ان د ځانګړو مهاجرینو ویزې لرونکي، چې د قطر او البانیا، او همدارنګه په افغانستان او پاکستان کې د ویزې پروسس مرکزونو څخه امریکا ته د الوتنې په تمه ول، بند پاتې شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ د امریکا د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځو ځنډولو اعلان وکړ، چې د امریکا د بهرنیو پراختیایي پروګرام په نوم یادیږي.

بله ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي (سیګار) یو راپور خپور کړ، چې ټینګار یې وکړ؛ واشنګټن له ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال څخه افغانستان ته شاوخوا ۲۱ میلیارډ ډالر ورکړي دي، چې په بشري مرستو، امریکا ته د کډوالو پر لېږد او بیا میشتېدنې او د پورونو په بېرته ورکولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو پر شتمنیو مصرف شوې دي.

د خپلې لوړې له مراسمو څو ساعته وروسته ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د کډوالو د بیا میشتېدنې ټول پروګرامونه هم وځنډول.

د دې حکم له مخې، د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنه، چې امریکا ته د الوتنې پر تمه ول او د دوی له کورنیو سره د ماشومانو د یوځای کولو پروګرام ګډوډ شو.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو، چې د P1 او P2 قضیې لري؛ د دې عمل په غبرګون کې د بایډن ادارې څخه غوښتي، چې د افغان اتباعو د بیا میشتېدنې د ځنډولو په اړه له سره غور وکړي.

دوی له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو څخه غواړي، چې د دوی “بحراني وضعیت” جدي ونیسي او د خپلو کورنیو د ژوند او راتلونکي د ژغورلو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

Trending

Exit mobile version