Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دوه پخواني افغان چارواکي د مالي فساد پر تور تحریم کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امریکا مالیې وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۰ ) د افغانستان د ولسي جرګې پر پخواني رییس میر رحمان رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او د دوی د کورنۍ پر غړو (جمیله جوشان، حاجي محمد حسین، تمنا میر رحمان، یلدا میر رحمان، لینا میر رحمان او تهمینه تجلي) بندیزونه ولګول.

دغه وزارت د دغه بندیز لامل په ( انتقالي فساد ) کې د دغو پخوانیو افغان چارواکو ونډه ښودلې ده.

د دغو کسانو تر څنګ د امریکا مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د څارنې دفتر د دوی پر ۴۴ اړوند بنسټونو هم بندیزونه لګولي دي.

د امریکا مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو د خپلو شرکتونو ( رحماني کورنۍ ) له لارې د مالي فساد یوه پېچلې طرحه پر لاره اچولې وه، چې په پایله کې یې له هغو قراردادونو څخه میلیونونه ډالر غلا او اختلاس کړي، چې د امریکا له‌خوا د پخوانيو افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ورکړ شوي وه.

یاد وزارت ويلي؛ پر دغو اشخاصو او شرکتونو بندیزونه د هغو کسانو پر وړاندې د دې وزارت ژمنتیا پر ګوته کوي، چې له دندو څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخلي.

د امریکا د مالیې وزارت دا هم ویلي، چې د رحماني کورنۍ د فساد د پلانونو د وړاندې کولو په هر پړاو کې د نورو پر تاوان د ځان بډاینې فرصتونه رامنځته کړي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ رحماني له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د تېلو په قراردادونو کې د بیو پر لوړولو تورن دي. دوی پر درغلۍ تېل واردول او له مالیې پرته یې پلورل.

د امریکا د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې میررحمان رحماني او اجمل رحماني د افغانستان ولسي جرګې ته د رشوت پر ورکولو لار وموندله او د خپل فاسد سیستم د ملاتړ لپاره یې له خپل رسمي موقف څخه ګټه پورته کوله.

میررحمان رحماني او اجمل رحماني څو شرکتونه لرل، چې د قراردادونو په داوطلبۍ کې برخه واخلي او په دې توګه د درغلۍ له لارې سیالان ماتېدل او دوی به د امریکا قراردادونه ترلاسه کول.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۴ کال کې د رحماني کورنۍ په ګډون څو کورنيو د تېلو په سوداګرۍ کې د يو بل پر همکارۍ د تېلو بيه له ۲۰۰ ميليونو ډالرو څخه لوړه کړه، چې د امريکا له‌خوا تمويلېدل. په دې توګه يې سيالي له منځه وړله او د تړون په ګټلو کې به بریالي شول.

د امريکا ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان ګمرک د ناټو، امريکايي او افغان ځواکونو لپاره د تېلو په ګډون د ځينو توکو معافيت‌پاڼې وېشلي، چې دغه توکي له ماليې پرته هېواد ته داخل شي؛ خو اندازه يې ټاکل شوې وه. د رحماني د نفتو شرکتونو استازو د ګمرک چارواکو ته د دغې معافیت‌پاڼې د ترلاسه کولو او د وارداتي توکو د کچې ډېرولو لپاره نغدې پیسې ورکولې.

په ورته یوه پېښه کې اجمل رحماني  په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې داسې معافیت‌پاڼه ترلاسه کړه، چې پر بنسټ یې رحماني شرکت یو میلیارد لیټره تېل وارد کړل. په داسې حال کې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېلو یوکلن لګښت ۴۰۰ میلیون لیټره و.

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې له هغې وروسته، چې د رحماني شرکت دالوتکو د تېلو تړون لغو شو؛ دې شرکت ۲۵۰۰ ټنه تېل له مالیې پرته وارد کړل. رحماني‌کورنۍ  د مغافیت‌پاڼې پر کارولو له افغان حکومت څخه میليونونه ډالر ماليات غلا کړي دي.

اجمل رحماني په ولسي جرګه کې د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر چارواکو ته ۱.۶ میلیون ډالر وېشلي وه، چې پایلې یې د ده پر ګټه اعلان کړي. اجمل رحماني ولسي جرګې ته د کابل د خلکو د استازي په توګه لار موندلې وه.

دغه راز میر رحمان رحماني په ۲۰۱۸ ز. کال کې د ولسي جرګې د رییس د څوکۍ د خوندي کولو لپاره د ولسي جرګې غړو ته میلیونونه ډالر ورکړي دي.

دې کورنۍ په افغانستان کې له دغو هڅو سره – سره، اوس هم د نړیوالو شرکتونو له شبکو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.

د امریکا د مالیې وزارت د سپارښتنې له مخې؛ په امریکا کې د هغو اشخاصو او بنسټونو ټولې شتمنۍ او پانګه ضبط‌ کیږي، چې پر فساد تورن وي. هر هغه مالي شرکت یا فرد، چې له دې خلکو یا شرکتونو سره سوداګري کوي؛ د بندیزونو د پلي کولو له خطر سره مخ کېدی شي.

میر رحمان رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د رییس په توګه د ۲۰۱۹ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال د افغان حکومت تر نسکوریدو پورې کار کړی دی.

میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني تر اوسه د امریکا د خزانې وزارت د دې اقدام په اړه څه ویلي نه‌دي.

تازه خبرونه

 د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

نن( پنجشنبه د وري پر اوومه) د هېواد د رسنیو په مرکز کې د شل میلیارډ افغانیو پر ارزښت د دوه سوه اته‌ویشت میګاواټه برښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د افغانستان برښنا تولیدي کچه لوړه او همدارنګه سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.

په دې قردادونو کې د برښنا تولید په بېلا بېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.

نوموړي زياته کړې؛ دا پروژې، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ په کې د ۲۲۸.۴۵ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برښنا تولید لپاره د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول شامل دي.

د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ دا پروژې په لاندې ډول دي:

۱- د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۲- په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۳- په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برښنا تولید

۴- په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برښنا تولید

۵- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول

۶- د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۷- د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برښنا تولید

۸- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۹- له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سسټمونو نصبول

۱۰- له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برښنامزې د غځولو پاتې چارې بشپړول.

د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید د برښنا د تولید په برخو کې پانګونه ډېره کړي، چې پر  ځان‌بسیاینې ته ورسیږي.

افغانستان هرکال میلیونونه افغانۍ بهرنيو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوي .

د یادونې ده، چې بیات‌پاور شرکت لومړنی افغان شرکت دی، چې له ګاز څخه برښنا تولیدوي او په تېرو پېنځه کلونو کې یې د یو میلیارډ کیلو ولټ ساعت برښنا تولید کړې او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه

د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووه‌ویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نه‌کوو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پخپل خپاره شوي پیغام کې ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي” ویلې او له هغوی یې وغوښتل، چې “د شیطان پیروي ونکړي.”

د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووه‌ویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نه‌کوو.”

په دې پيغام کې له هېوادوالو غوښتل شوي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وينا يې د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن دی.

دغه راز څرګندوي؛ هېوادوال مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي ټولنو پر هغو تبلیغاتو باور ونکړي، چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو اندېښنې خپروي.

همدارنګه له نړيوالو او ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هېواد کې د ثبات، امنیت او پرمختګ مخنیوی ونکړي.

هغه زياته کړې؛ اسلامي امارت کوښښ کوي، چې ستاسو ژوند ښه او پیاوړی شي.

د اسلامي امارت رهبر له افغانانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت شکر ادا کړي.

د شیخ هبة‌الله د څرګندونو له مخې؛ “مونږ دا ورځ( کوچنی اختر) په یوه امن او خوشحاله فضا کې نمانځو. یو وخت په دې ورځ له کورونو څخه د افغانانو جسدونه راویستل کېدل، په دې ورځ مونږ بمبارډ کېدو، په دې ورځ زمونږ کورونه تلاشي کېل او زندانونو ته اچول کېدو؛ خو اوس د الله پاک شکر دی دا ورځ د امن او سوکالۍ ورځ ګرځېدلې ده.”

د اسلامي امارت رهبر یو ځل بیا د شرعي حدودو او احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی او تر خپلې  قومندې لاندې محکمو ته یې امر کړی، چې “له شریعت سره سم” شرعي حدود پلي کړي؛ ځکه، چې”همدا مو د جهاد او قربانیو لوی هدف و.”

شیخ هبة‌الله خپلو محتسبانو او د اسلامي امارت تعلیمي ادارو ته یې هم د خلکو د اصلاح امر کړی، چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او کړنو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي او نصابونه له شریعت سره سم تنظیم کړي؛ خو د اختر په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه کومه یادونه نده شوې.

په دې پیغام کې د اسلامي امارت رهبر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه.

د اسلامي امارت رهبر ویلي دي: “مونږ د فلسطین پر مظلومو خلکو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بریدونه او بمبارډ غندو او دا یو لوی ظلم او وحشت ګڼو. مونږ د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوو.”

د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د خپل وس له مخې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، چې خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه کړي.

د پیغام په پای کې د اسلامي امارت مشر یو ځل بیا مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د هغه لپاره دعا وکړي؛ ځکه، چې د امیر لپاره دعا کول واجب دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل

اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

Published

on

(Last Updated On: )

اروپايي ټولنې له خپلو خلکو وغوښتل، چې لږ تر لږه د ۷۲ ساعتونو لپاره خوراکي توکي، اوبه او نور د ادتیا وړ توکي زیرمه کړي.

دا پرېکړه د جګړې، سایبري بریدونو او د اقلیمي بدلونونو د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو له کبله رامنځته شوې ده.

اروپايي ټولنې د چارشنبې پر ورځ(د وري شپږمه ) څرګنده کړې؛ د امنیتي خطرونړ د زیاتېدو له کبله غړي هېوادونه باید له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ښه چمتووالی ولري.

دې ټولنې ټینګار کړی، چې یوازې پر بېړنيو غبرګونونو تکیه کول بسنه نه‌کوي؛ خلک باید ځانونه بېړني حالت ته چمتو کړي.

د اروپايي ټولنې د ناورین د مدیریت کمیسیون غړې هدجه لحبیب ویلي، چې د اروپا امنیتي ګواښونه ډېر پېچلي شوي او وګړي باید چمتو وي.

نوموړې د خوړو، درملو، د اسنادو او لنډو راډیوګانو څپو د پېژندنې د زیرمه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې ناټو تر ۲۰۳۰ کال پورې د روسیې د نوي برید د احتمال پر اړه خبرداری ورکړی دی.

اروپايي ټولنه د مسکو له وروستیو ګواښونو وروسته پخپلې امنیتي پالیسۍ بیاکتنه کوي.

اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ناورین په مدیریت کې نوره ډېره همغږي ولري.

لحبيب ويلي، چې نور بېړني غبرګونونه بسنه نکوي او بايد ډېر چمتووالی ونيول شي.

لحبیب زیاته کړې، چې د ناورین په وخت کې د ژوندي پاتې کېدو او له ۷۲ ساعتونو څخه د تېریدو لپاره اړین خوراکي توکي، د څښاک اوبه، څراغونه، پاوربانک، راډیوګانې، نغدې پیسې او درمل وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!