تازه خبرونه
امریکا دې د افغانانو ۷ چورلکې راوسپاري – ملي د دفاع وزارت
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي.”
له ازبکستان څخه امریکا ته د پخواني افغان پوځ د ۷ چورلکو د سپارلو په غبرګون کې ملي دفاع وزارت له امریکا وغوښتل، چې نه یوازې دې افغانستان ته د ټولو چورلکو په بېرته راستنولو کې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي، بلکې هغه دې افغانانو ته راوسپاري.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: ” اسلامي امارت په دې اړه اندېښمن دی؛ ځکه دا چورلکې د افغانستان دي او د پخواني نظام د چارواکو د تېښتې پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې، نو باید بېرته افغانستان ته راوسپارل شي.”
د خبرپاڼې له مخې: “دا زمونږ لپاره د منلو وړ نده، چې دا چورلکې په کوم دلیل امریکا ته لېږدول کیږي؛ ځکه، چې د افغانستان خلک حق لري له خپلو حقونو دفاع وکړي، ویې غواړي او دغه راز ګاونډ هېوادونه هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.”
