نړۍ
امریکا دې د ایران د بندو ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو د آزادولو نیک نیت څرګند کړي
رویټرز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ که امریکا په خپله اراده کې رښتینی وي؛ نو باید لږ تر لږه د ایران د بندو ۱۰ میلیارډ ډالرو شتمنیو په اړه دې خپل نیک نیت څرګند کړي.
رویټرز د شنبې پر ورځ د تلې لسمه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امریکایي چارواکو تېره میاشت د اټومي خبرو د بیا پیل په اړه د بحث د پیلولو لپاره هڅه کړې؛ خو هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن باید د ښه نیت د نښې په توګه لومړی د تهران د ۱۰ میلیارډ ډالرو کنګل شوې شتمني آزاده کړي.
ایران له امریکا سره د اتومي تړون په اړه مخامخ خبرې رد کړي، چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په جون میاشت کې درول شوې دي.
د یاد راپور له مخې؛ امریکا تېره میاشت په ملګرو ملتونو کې د منځګړیو له لارې د اړیکو نیولو هڅه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان په دې اړه دولتي ټلویزیون ته ویلي؛ ایران نشي کولی د خپلو شتمنیو په لسګونه میلیارډ ډالر، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي ترلاسه کړي او امریکا هم په دې اړه له ایراني ګټو مخ اړولی دی.
نوموړي زیاته کړې: دوی نه غواړي د ایراني ملت اړوند لس میلیارډ ډالر آزاد او زمونږ ملي ګټو ته پام راواړوي.
امیرعبدالهیان ویلي، چې ایران به ژر په ویانا کې ځنډیدلي اټومي خبرو ته راستون شي؛ خو د نېټې په اړه یې څه ندي ویلي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ایرانيو او لویدیځو چارواکو ویلي، چې د تړون له بیا پیلیدو مخکې به ډېرې مسلې حل شي.
نړۍ
د ټرمپ استازي د اوربند په تړون کې د پرمختګ لپاره اسرائیلو ته سفر وکړ
ویټکوف د ټرمپ د وروستۍ هڅې په توګه له قطر څخه اسرائیلو ته سفر کړی، چې ټولې ښکېلې خواوې د جنوري له شلمې مخکې یوې یوې پایلې ته وهڅوي.
د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازی سټیف ویټکوف د شنبې پر ورځ (د مرغومي دوهویشتمه) اسرائیلو ته ورسېد، چې په غزه کې د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته وده ورکړي.
ویټکوف د ټرمپ د وروستۍ هڅې په توګه له قطر څخه اسرائیلو ته سفر کړی، چې ټولې ښکېلې خواوې د جنوري له شلمې مخکې یوې یوې پایلې ته وهڅوي.
ټرمپ ګواښ کړی، چې که حماس د هغه د لوړې تر مراسمو پورې یرغمل شوي کسان خوشې نکړي؛ نو "په منځني ختیځ کې به دوزخ جوړ شي".
یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ویټکوف په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره د خپلې لیدنې پر مهال د ټرمپ پیغام په راتلونکو څو ورځو کې یوې هوکړې ته د رسېدو پر اړتیا وپوهاوه.
ویټکوف د شنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل او د جنوري له شلمې مخکې یې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ پر هدف ټینګار وکړ.
د اسرائیلو د مذاکراتي ټیم غړو او د ولسمشر بایډن د منځني ختیځ سلاکار برټ مکګورک، چې په دوحه کې میشت دی، د کنفرانس په یوه اړیکه کې د خبرو اترو وضعیت وارزاوه.
د دغې ناستې په پای کې، نتانیاهو د موساد مشر ډیویډ بارنیا، د شاباک مدیر رونن بار او جنرال نیټزان آلون ته امر وشو، چې د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دوحې ته سفر وکړي.
یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، چې ویټکوف څو ځله ټینګار وکړ؛ هدف یې د ژمنې تر ورځې یوې هوکړې ته رسېدل دي.
هغه ويللي، چې په دې وروستيو ورځو کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ په خبرو اترو کې ستونزې کمې شوې دي؛ خو اوس هم د هړوکړې ټکي ته رسېدلي ندي.
دې چارواکي زیاته کړې: "یوې هوکړې ته د رسېدو شونتیا شته؛ خو دا یوه لویه ننګونه ده." که د اسرائیلو د مذاکراتي ډلې مشرانو قطر ته سفر کړی وي؛ نو دا پدې معنا ده، چې یوه هوکړه شونې ده. دا به یو ستونزمن کار وي."
په دوحه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب روانې دي.
امریکایي چارواکي ويلي، چې مکګورک او ویټکوف خپلې هڅې همغږي کړې دي.
په غزه کې حماس شاوخوا ۹۸ یرغمل شوي کسان ساتلي، چې اووه یې امریکایان دي.
د اسرائیلو استخبارات ښيي، چې له یرغمل شویو کسانو څخه شاوخوا نیمایي یې ژوندي دي، چې درې یې امریکایان دي.
که هوکړه وشي؛ نو په لومړي پړاو کې به د ۳۳ یرغمل شویو (ژوندي یا مړه) خوشې او آزاد شي.
په لومړي پړاو کې به غزه له شپږو څخه تر اووه اونیو اوربند او د سلګونه فلسطیني بندیانو د خوشې کولو شاهده وي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د جمعې پر ورځ ویلي: "په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او ممکن د جنوري له شلمې مخکې یوه هوکړه وشي؛ خو نورو جوړجاړيو ته اړتیا ده."
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې نتانیاهو باید پرېکړه وکړي، چې آیا د موساد او شاباک مدیران د هوکړې تر وروستي کولو پورې دوحې ته سفر وکړي که نه.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې رییس بل برنز NPR ته ویلي: "یرغمل شوي کسان په تونلونو کې دوزخ ته ورته ساتل کیږي، او غزې ملکي وګړي هم په دوزخي شرایطو او کړاوونو کې ساتل کیږي."
هغه زیاته کړې: "سیاسي مشران باید دا ومني، چې نور بس دی." "په منځني ختیځ کې بې هیڅه غوراوی نشته او اوس د یوې هوکړې د لاسلیک وخت دی."
نړۍ
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي
د ویجاړو شویو کورونو یوه ګاونډ احمد عیان ویلي: “د سهار شاوخوا دوه بجې مونږ د یوې لویې چاودنې له غږ سره راویښ شوو”.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ فلسطیني ډاکټرانو د شنبې پر ورځ ویلي، په غزه کې د اسرائیلو په پوځي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي دي.
ډاکټرانو او د سیمې اوسېدونکیو ویلي، چې لږترلږه ۱۷ کسان پر دوه کورونو د هوایی بریدونو له کبله وژل شوي دي.
د ویجاړو شویو کورونو یوه ګاونډ احمد عیان ویلي: "د سهار شاوخوا دوه بجې مونږ د یوې لویې چاودنې له غږ سره راویښ شوو".
هغه زیاته کړې، چې په کور کې ۱۴ یا ۱۵ کسان اوسېدل.
عیان رویټرز ته ویلي: « ډېري زیانمن یې ښځې او ماشومان دي؛ دوی ټول ملکي وګړي دي، هلته داسې څوک نشته، چې توغندي یې ویشتلي وي او یا د مقاومت له ډلې څخه وي.»
خلکو د ویجاړیو او خځلو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره هڅې کوي او ډاکټرانو ویلي، چې په وژل شویو کې څو ماشومان هم شته دي. له برید څخه څو ساعته وروسته هم له ویجاړیو څخه د لوګي او د اور لمبې پورته کیږي.
تر دې دمه د اسرائیلي پوځ د پیښې په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز د فلسطین د ملکي بېړنيو خدماتو ادارې ویلي، چې د غزې په ښار کې پر کورونو یو بل برید د شنبې پر ورځ له دې دوه بریدونو وروسته پېنځه کسان وژل شوي دي.
دې ادارې زیاته کړې؛ وېره ده، چې لږ تر لږه ۱۰ نور کسان تر خاورو لاندې شوي وي.
له دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و، چې د محاصرې شوې سیمې په شمالي څنډه کې یې د بیت حانون په ښارګوټي کې د حماس یو کمپلکس ویجاړ کړی دی.
د فلسطیني ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ په جبالیه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ نور کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس ویلي؛ ژر تر ژره یوې هوکړې ته ژمن دي، خو څرګنده نه ده، چې دواړه لوري دې هوکړې ته څومره نږدې شوي دي.
نړۍ
د امریکا د نوبل جایزې ګټونکی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر مړ شو
جیمي کارتر د امریکا نههدېرشم ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو کروندګر و، چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې ۱۹۷۸د اسرائیلو او مصر ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې د بشري کار لپاره د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده.
د امریکا د سولې د نوبل جایزې ګټونکی پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.
جیمي کارتر د امریکا نههدېرشم ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو کروندګر و، چې د امریکا د ولسمشر په توګه یې ۱۹۷۸د اسرائیلو او مصر ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې د بشري کار لپاره د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې نوموړی د یکشنبې پر ورځ په خپل کور کې مړ شو.
جیمي کارټر د جورجیا له یوه فارم څخه د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند شو او په ۱۹۷۷ کې یې ولسمشر جیرالډ فورډ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د خپل هېواد ولسمشر شو.
کارټر له ولسمشرۍ مخکې د امریکا له سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شو؛ دوه دورې یې د جورجیا ایالت سناتور او د والي په توګه دنده ترسره کړې.
هغه د ولسمشرۍ یوه سخته څلور کلنه دوره تېره کړه، انفلاسیون او بېکارۍ د هغه د حکومت لومړیتوبونه اغېزمن کړل؛ خو په بهرنۍ تګلاره کې یې لاس ته راوړنې لرلې.
د نړۍ مشرانو او د امریکا پخوانیو ولسمشرانو هغه ته درناوی درلود او په منځني ختیځ کې د مهربانه، عاجز او ژمن انسان په توګه وستایل شو.
کارټر د امریکا د هر ولسمشر څخه ډېر اوږد ژوند وکړ؛ خو په ایران کې د یرغمل شویو کسانو پېښې یې په واکمنۍ سیوری وغوړوه او د ۱۹۸۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ناکامۍ یو لامل شو. په ۱۹۸۱ کال کې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو وروسته د یو ژمن بشرپالي په توګه شهرت ته ورسېد.
-
لوبی5 days ago
یونس خان د اتلانو جام لپاره د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو
-
لوبی21 hours ago
د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام لپاره د افغانستان د لوبغاړو نوملړ اعلان شو
-
نړۍ1 day ago
د ټرمپ استازي د اوربند په تړون کې د پرمختګ لپاره اسرائیلو ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنه د کلتوري میراثونو په ساتنه کې له افغانستان سره همکاري کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
اسټرالیایی پروفیسور جبرئیل عمر په کابل کې مړ شو
-
څار4 days ago
څار: د هند او عربي متحده اماراتو له استازو سره د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي لیدل
-
تازه خبرونه5 days ago
د هند بهرنیو چارو مرستیال په متحده عربي اماراتو کې له امیرخان متقي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days ago
روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي