سیمه ییز خبرونه
امریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
خامنهیي د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: “امریکا تل د ایران له ملت سره له تکبر، یرغل او منافقته ډک چلند کړی او هدف یې دا دی، چې ایران تسلیم شي.”
د ایران ستر رهبر ایتالله علي خامنهیي خبرداری ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ به تر هغې هیڅ راز خبرې ونشي، چې امریکا د اسرائیلو ملاتړ پای ته ونهرسوي، خپل ځواکونه له منځني ختیځ څخه ونهباسي او په سیمهییزو چارو کې لاسوهنه ونهدروي.
خامنهیي د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: “امریکا تل د ایران له ملت سره له تکبر، یرغل او منافقته ډک چلند کړی او هدف یې دا دی، چې ایران تسلیم شي.”
هغه زیاته کړې: “هر امریکایي ولسمشر له ایران څخه د تسلیمېدا غوښتنه کړې. که څه هم هغه دا په ښکاره ندي ویلي. اوسني امریکایي ولسمشر دا غوښتنه رڼه څرګنده کړې او د امریکا رښتینې څېره یې وښودله.”
د ایران رهبر ټینګار کړی؛ له امریکا څخه د خبرو اترو لپاره د هر راز راتلونکې غوښتنه به یوازې هغه وخت په پام کې ونیول شي، چې واشنګټن د تهران شرایط پوره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې شرایطو کې له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ بشپړ بندول، له سیمې څخه د پوځي ځواکونو ایستل او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پای ته رسول دي؛ دا هغه مسلې دي، چې خامنهیي په نږدې راتلونکي کې “ناشونې” وبللې.
هغه د وینا پر مهال په ۱۹۷۹ لمریز لېږدیز کال کې د امریکا سفارت نیول د “ویاړ او بریا ورځ” وبلله او څرګندوي؛ دې پېښې د امریکا د حکومت اصلي څېره ښکاره وښودله، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ توپیرونه “بنسټیز او اصولي” دي، نه “تاکتیکي”.
دا پېښه له هغې وروسته وشوه، چې د امریکا حکومت د ایران ګوښه شوی شاه محمد رضا پهلوي د طبي درملنې لپاره ومانه؛ دا هغه هڅه ده، چې په تهران کې د واشنګټن له لوري د شاه د بېرته راګرځولو لپاره نوې هڅه تعبیر شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سيبياس له ۶۰ دقیقې پروګرام CBS ” سره په یوه مرکه کې د ایران پر وړاندې له خپلو پالیسیو دفاع وکړه او څرګندوي، چې “په منځني ختیځ کې د ثبات ساتلو لپاره د امریکا پوځي هڅې اړینې وې.”
ټرمپ ویلي: “ایران عملاً د اټومي وسلو د تر لاسه کولو په درشل کې و او ما دوی ډېر سخت پر نښه کړل.”
هغه زیاته کړې: د ایران د ارمانونو مخنیوی د عربي- اسرائیلي اړیکو د عادي کولو په بهیر کې د پرمختګ لپاره بنسټیزه وه او دا، چې د امریکا بریدونه “هدفي او مخه نیونکي” وه؛ نو موخه په کې دا وه، چې د ډیپلوماسۍ لپاره چاپېریال پاتې شي.
شنونکي وايي، چې وروستی تاوتریخوالی په ځانګړي توګه د ایران پر پوستو د اسرائیلو له بریدونو وروسته؛ پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونه او د ډیپلوماټیکو هڅو درېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژور درز نښې دي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی: که دا دریځونه روان وساتل شي؛ نو اوسنی کړکیچ کېدی شي د ایران، امریکا او د دوی د سیمهییزو متحدینو ترمنځ نوې نظامي شخړې رامنځته کړي.
