تازه خبرونه
امریکا د اسامه په نهشتون کې هم پر افغانستان برید کاوه – مولوي عبدالکبیر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، که د القاعدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې نه وای؛ امریکا به بیا هم پر افغانستان برید کړی وای.
مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره په کتنه کې کړې دي.
هغه وایي: دا زمونږ د اميرالمؤمنين غیرت و او هغه څه يې پرې نهښودل، چې وروسته راته د طعنې لامل شي او هغه کفارو ته د يوه مسلمان سپارل ول؛ خو مونږ باید پوه شو، چې که هغه مسلمان په خپله خوښه هم له دې هېواده وتلی وای بیا به هم امریکا او ناتو پر افغانستان برید کړی وای.
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال ټينګار کړی، چې اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې ډېر څه ترلاسه کړي او د هېواد اقتصاد هم مخ پر ښهکېدو دى.
هغه ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر وایي: مونږ نه غواړو، چې افغانستان له نړۍ سره په ټکر کې وي. زمونږ سیاست اوپالیسي دا ده، چې افغانستان سولهییز وساتو؛ خپل هېواد ورغوو او خپل سیاسي نظام پیاوړی کړو.
هغه ویلي: مونږ به هیڅکله له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو تېر نهشو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت دا مهال په ۱۶ هېوادونو کې استازي لري.
نوموړي څرګنده کړې، چې ډېر ژر به ځينې لوى هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې او په کافي اندازه تېل او ګاز صادر کړي، چې بیې به ورسره را ټيټې شي.
د مولوي عبدالکبير د څرګندونو له مخې؛ هغه هېوادونه، چې الوتکې او ټانکونه جوړوي هم یې د افغان تخنیکرانو د روزنې وړانديز کړى دى.
