تازه خبرونه

امریکا د افغانستان پر ښارونو د طالبانو بریدونه وغندل

Published

on

په کابل کې د امریکا سفارت نن (یکشنبه د زمري ۱۷) پر ښارونو د طالبانو وحشیانه بریدونه وغندل.

په کابل کې د امریکا سفارت د څرګندونو له مخې؛ د نیمروز پر مرکز زرنج، د جوزجان پر مرکز شبرغان او د هلمند پر مرکز لښکرګاه د طالبانو وروستي بریدونه ښیي، چې د واک و ځواک تپل یې د منلو وړ ندي او له هغې ادعا سره توپیر لري، چې د خبرو له لارې د سیاسي حل غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ طالبان د ملکي وګړیو هوساینې او حقونو ته بې پامي ښیي او په افغانستان کې بشري ناورین ته نوره هم لمن وهي.

سفارت دا هم په ډاګه کړې؛ د طالبانو اصول او قوانین او د هغې پلي کول د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او د نه منلو وړ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا یو ځل بیا له طالبانو څخه د سولې خبرو ته د چمتو کېدو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې جګړه د سولې له لارې پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version