نړۍ

امریکا د ایران پر ملاتړو ډلو د نورو ډېرو بریدونو د ترسره کولو هوډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۲)

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د یکشنبې پر ورځ له تېره دوه ورځو راپدیخوا په عراق، سوریه او یمن کې د تهران پر ملاتړو ډلو له بریدونو وروسته ویلي؛ امریکا غواړي په منځني ختیځ کې د ایران پر ملاتړو ډلو نور ډېر بریدونه ترسره کړي.

امریکا او بریټانیا په یمن، عراق او سوریه کې د ایران د ملاتړو ډلو  او د حوثیانو پر ۳۶ اهدافو خپل غچ اخیستونکي بریدونه له هغې یوه ورځ وروسته پیل کړل، چې په اردن کې یې درې امریکایي سرتېري ووژل.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د یکشنبې پر ورځ این بي سي ته ویلي: مونږ د اضافي بریدونو او اضافي کړنو اراده لرو؛ ځکه دا هغو ډلو ته څرګند پیغام دی، چې کله زمونږ پر ځواکونو برید کوي او  امریکایان وژل کیږي؛ ځواب به مو اړین وي.

دا بریدونه د اکتوبر له اوومې راپدیخوا په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په لړ کې وروستۍ ګوزارونه دي.

د جو بایډن د دولت ډیپلوماټیکې هڅې له جګړې څخه د مخنیوي لپاره هم روانې دي او لوړ پوړی ډیپلوماټ انتوني بلینکن د یکشنبې پر ماسپښین سیمې ته تلی دی.

د تهران ملاتړې ډلې، چې د فلسطینیانو ښکاره ملاتړ کوي په ټوله سیمه کې میدان ته ننوتلي دي؛ حزب الله د لبنان-اسرائیل په پوله کې پر اسرائیلي اهدافو ډزې کوي ، عراقي ملیشو په عراق او سوریه کې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړي او حوثیانو په سره بحیره کې پر کښتیو ډزې کوي.

ایران تر دې دمه په جګړه کې له مستقیمې هڅې ډډه کړې، په داسې حال کې، چې له دې ډلو ملاتړ هم کوي.

پنټاګون ویلي له ایران سره جګړه نه غواړي او باور نه‌لري، چې تهران هم جګړه غواړي.

جیک سلیوان له دې څخه، چې آیا امریکا به په ایران کې دننه برید وکړي؛ له څه ویلو ډډه وکړه.

Trending

Exit mobile version