تازه خبرونه
امریکا د خوندي وتلو لپاره سیمې ته ۱۲ نورې الوتکې لیږلي

اسوشیټیډ پرس د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه هېواد ۱۲ نورې جنګي الوتکې سیمې ته استولي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له خوندي وتلو ملاتړ وکړي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې د عربو په بحیره کې ۱۲ اف ـ۱۸ جنګي الوتکې او شپږ بي ـ۵۲ بم غورځوونکې له ناو ایزنهاور الوتکې لېږدوونکیو سره ځای په ځای شوي دي.
له راپورونو سره سم په سلګونه ځانګړي امریکایي ځواکونه هم په افغانستان کې ځای پر ځای شوي، چې د بهرنیو ځواکونو په خوندي وتلو کې مرسته وکړي.
مارک ملي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي کچه به دوام ومومي.
هغه زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل راپدیخوا پر ځواکونو برید ندی شوی او افغان ځواکونه یې ځواکمن نومولي دي.
دغه امریکایي جنرال وايي: اوس دوی ( افغان ځواکونه) د خپل هېواد لپاره جنګيږي. زما د پوځي اټکل له مخې، طالبان سمدستي بریالي کېدی نشي او کابل به سقوط ونکړي، چې هره دا وړاندویېنه وېرونکې ده. په افغان حکومت کې د پام وړ نظامي وړتیا شته؛ خو وګورو، چې دوی څنګه لوبه کوي.
راپور په ډاګه کړې؛ د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کوم بل هېواد کې د روزنې په ګډون له افغان ځواکونو د ملاتړ پر څرنګوالی خبرې وکړي.
امریکایی جنرال مارک میلي وایي، د هېواد هوایي ځواک د طالبانو د بریدونو په بندولو کې مهم رول لوبولی شی؛ خو الوتکې به یې دوام ونلري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان هوایي ځواک به د امریکایي قرارداديانو له ملاتړ پرته پېنځه میاشتې هم دوام ونکړي.
د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین ويلي، چې د بهرنيو له ملاتړ پرته د افغانانو لخوا د طالبانو بریدونه بندول به یوه ننګونه وي.
هغه ویلي: مونږ غواړو، چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
د آسټین د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو پر ضد بریدونه پیل کړي دي.
تازه خبرونه
د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د “روسیه او اسلامي نړۍ” تر سرلیک لاندې د کازان د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل؛ له تاتارستان څخه به یو پلاوی کابل ته واستول شي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو سکټورونو کې اړیکې پراخې کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.
په دې ناسته کې د کاماز موټرو تولیدي شرکت عمومي رییس ویلي؛ تاتارستان چمتو دی، چې افغانستان ته د کاماز باربري او اور وژنې موټرو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به له ولسمشر مینیخانوف څخه د افغانستان لپاره ځانګړې سبسایډي هم ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې؛ هغه پلان لري، چې افغانستان ته د سفر پرمهال بازار وارزوي او بیا په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د تاتارستان د کرنې او خوړو وزیر په دې غونډه کې هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له دې وروسته افغانستان ته د حلالو خوړو صادرات زیات کړي.
دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستان پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه د اسلامي امارت پلاوي ته د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ته د بلنې له کبله مننه وکړه.
ملا عبدالغني برادر دا بلنه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.
ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي خپلواکه، مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه څرګنده کړې، چې د دې پالیسۍ پر بنسټ اسلامي امارت غواړي؛ له تاتارستان جمهوریت سره په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پانګونې، انرژۍ، بېخبناوو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه په افغانستان کې وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د تاتارستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ په سکټورونو، ساختماني پروژو، اوسپنېپټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
ملا برادر د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او نورو اقتصادي پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې وشي، چې په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته شي.
ویل کیږي، چې ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.
تازه خبرونه
امیر خان متقي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مراد نورتیلو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي بحث کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې وشوې.
امیر خان متقي قزاقستان د منځنۍ آسیا یو له مهمو هېوادونو څخه وګاڼه او هیله یې څرګنده کړه، چې د موجوده ظرفیتونو پر کارولو به دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي.
هغه له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وګڼلې او یو ځل بیا یې په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د تعاملاتو د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه. هغه دا هم اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي سفر کابل ته راشي.
نورتیلو ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنېپټلۍ د جوړولو په پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
پاکستان یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راپدېخوا ۱.۳ میلیون افغان کډوال جبري ایستلي دي.
پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سړو اړیکو او مخ پر زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو وروسته پرېکړه کړې، چې غیر قانوني کډوال وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې افغان کډوال په دې موده کې د پاکستان میلمانه ول او باید “په بشپړ وقار او درناوي” سره خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو کډوالو ويلي، چې دوی د جبري ایستلو په لړ کې له نیولو، ځورونو او کړولو سره مخ شوي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي، چې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال، چې POR کارتونه یې لرل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه راز د پاکستان حکومت تائید کړې، چې د ای سي سي کارت د اعتبار موده به نهغځوي.
د مهاجرت نړیوال بنسټ (IOM) ويلي، چې سږ کال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر دولسمې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زره څخه ډېر افغانان ایستل شوي دي.
پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو هم پیل کړی دی، چې په کې یې زرګونه افغان کډوال جبري افغانستان ته شړلي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هڅه کوي، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۵۸ استوګنځایونو پر جوړولو سره د کډوالو د استوګنې ستونزه حل کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال سره په لیدنه کې د راستنېدونکو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول مهم وګڼل او د وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
محمد یونس راشد دا هم ویلي، چې دوی به ځانګړي پروګرامونه طرحه کړي او د ځوانانو له ټولنې سره د یوځای کولو لپاره به همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل تل له اسلامآباد څخه غوښتي، چې کډوالو ته په تدریجي ډول د راستنېدو اجازه ورکړي؛ خو پاکستان د افغانستان غوښتنه نده منلې.
-
نړۍ5 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ
-
سوداگري4 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک