تازه خبرونه
امریکا د محمود شاه حبیبي په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۵ میلیون ډالر جایزې وړاندیز کړی
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هغه افغانامریکایي سوداګر دی، چې نږدې دوه کاله مخکې لطلبانو (د افغانستان اسلامي امارت) استخباراتي ادارې نیولی و.
متحده ایالاتو د محمود شاه حبیبي د ځای او خوندي راستنېدا په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ هغه افغانامریکایي سوداګر دی، چې نږدې دوه کاله مخکې لطلبانو (د افغانستان اسلامي امارت) استخباراتي ادارې نیولی و.
دا وړاندیز، چې د دوشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام له لارې خپور شوی؛ د حبیبي د برخلیک په اړه مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو ته نغوته کوي.
د راپورونو له مخې؛ هغه د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د زمري پر لسمه په کابل کې نیول شوی دی. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د ملکي هوایي چلند ادارې رییس و، چې د خپل موټر چلوونکي او د یوه سیمهییز مخابراتي شرکت له ۲۹ همکارانو سره یوځای ونیول شو.
د یادې سرچینې د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو( اسلامي امارت) تر اوسه د هغه د ځای یا حالت په اړه هیڅ معلومات ندي ورکړي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړ؛ د حبیبي نیول رد کړي دي.
د امریکایي چارواکو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له پرلهپسې غوښتنو سره – سره د هغه د وضعیت په اړه هیڅ باوري څرګندونې ندي شوي.
د بایډن او اوس ټرمپ ادارې په بهر کې د توقیف شویو امریکایي وګړو بېرته راګرځول یو مهم لومړیتوب ګرځولی دی؛ د انعام وړاندیز د واشنګټن لخوا د پراخو هڅو یوه برخه جوړوي، چې پر طالبانو(اسلامي امارت) فشار راوړي او په سیمه کې د توقیف شویو امریکایانو د موندلو لپاره عامه همکاري هڅوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هغو اشخاصو څخه، چې په دې اړه معلومات لري؛ غوښتنه کړې، چې د خوندي او نامعلومو چینلونو له لارې د عدالت لپاره د انعامونو له پروګرام سره اړیکه ونیسي.
اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې نوې څرګندونې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
