نړۍ

امریکا د ناټو د غړیتوب په بدل کې د دونباس سیمې د پرېښودو وړاندیز کړی – ولادمیر زیلینسکي

د رویټرز د راپور له مخې؛ زیلینسکي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې د ناټو غړیتوب او د اوکراین د خاورې پرېښودو موضوع د سولې په خبرو کې وړاندې کېږي.

Published

on

 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ويلي؛ امریکايي مرکچیانو له روسیې سره د سولې په خبرو کې وړاندیز کړی، چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب په بدل کې د دې هېواد له ختیځې سیمې دونباس څخه شاتګ وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ زیلینسکي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې د ناټو غړیتوب او د اوکراین د خاورې پرېښودو موضوع د سولې په خبرو کې وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې: امریکايي مرکچیانو پوښتنه کړې، چې که اوکراین د ناټو غړی شي؛‌ آیا دونباس به پرېږدي؟

د زیلینسکي د څرګندونو له مخې: له همدې کبله د ناټو د غړیتوب موضوع یو ځل بیا د خبرو پر مېز راغله؛ خو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د دریځونو په پام کې نیولو سره دا یوه ډېره ستونزمنه موضوع ده.

پوتین له اوږدې مودې راپدېخوا د اوکراین د ناټو غړیتوب د مسکو لپاره سره کرښه بللې او په ۲۰۲۲ز.کال کې یې پر اوکراین د پراخ برید یو لامل هم د ناټو موضوع ښودلې ده.

زیلینسکي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې کیف د خپلې خاورې پرېښودو ته چمتو نه‌دی؛ خو که د امنیتي تضمینونو، د پیاوړي او بسیا تمویل لرونکي پوځ د ساتلو حق او د بیارغونې لپاره د مالي مرستو په ګډون یو بشپړ وړاندیز ترلاسه کړي، دا موضوع به ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.

روانه جګړه باید لومړی پای ته ورسېږي

زیلینسکي د روسیې هغه غوښتنه هم رد کړې، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه تر هوکړې مخکې دې د اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په اړه پراخ تړون وشي.

نوموړي ویلي، د نړۍ او اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په اړه له خبرو مخکې باید د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي او زوم جېرډ کوشنر د شنبې پر ورځ ویلي، چې دواړو لوریو د روانې اوونۍ په خبرو کې خپل سخت دریځونه وړاندې کړي؛ خو په خصوصي خبرو کې دواړه لوري پوهېږي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي جوړجاړي ته اړتیا ده.

د بندیانو پر تبادلې هوکړه شوې

زیلینسکي د اوکراین په ختیځه دونتڅک سیمه کې د کوستیانتینیفکا ښار په اړه د پوتین د بشري اوربند وړاندیز هم رد کړی او څرګندوي، چې مسکو پر زور د دغه ښار په نیولو کې پاتې راغلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پوتین غواړي اوکرایني ځواکونه له دغه ښاره ووځي، چې روسي ځواکونه یې ونیسي.

زیلینسکي زیاته کړې، چې اوکراین د لومړۍ کرښې اووه یا اته نورې سیمې هم د احتمالي بشري اوربند لپاره وړاندیز کړې دي، چې ملکي وګړي او ماشومان په کې بند پاتې دي؛ خو روسیه غواړي له دغو سیمو څخه د پوځي موخو لپاره کار واخلي.

له بلې خوا د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې دوه ورځنۍ خبرې د چارشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له کومې لویې لاسته راوړنې پرته پای ته رسېدلي؛ خو دواړو لوریو د څه باندې زر بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.

زیلینسکي ویلي؛ د بندیانو د تبادلې وروستی شمېر اوس هم تر بحث لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي استازو جېرډ کوشنر او سټیو ویټکوف له پوتین سره د پنجشنبې د لیدنې پر مهال د انرژۍ په برخه کې د اوربند موضوع هم مطرح کړې وه؛ خو تر اوسه په دې اړه د پرمختګ کوم خبر ورکړ شوی نه‌دی.

زیلینسکي زیاته کړې، امریکايي مرکچیانو ورسره د ایرلینډ د پنجشنبې په لیدنه کې منلې، چې اروپا به د سولې په راتلونکو خبرو کې هم ونډه ولري.

اروپايي استازو په ابوظبۍ کې له امریکايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې کړې؛ خو له روسي پلاوي سره یې په ګډه ناسته کې ګډون نه‌دی کړی.

د ایرلینډ په غونډه کې د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه کړې، چې د اوکراین د سولې د خبرو پر مهال به د اروپا استازیتوب بریټانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او د اروپايي ټولنې چارواکي کوي.

کوشنر ویلي، د امریکا پام اوس د مسکو او اروپايي شریکانو ترمنځ د مخامخ خبرو برابرولو او د درې اړخیزو خبرو د راتلونکي پړاو د اجنډا چمتو کولو ته اوښتی دی.

Trending

Exit mobile version