تازه خبرونه

امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان نه خوشې کوي – خلیلزاد

Published

on

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې امریکا به د خپلو سرتېرو له وتلو وروسته هم له افغانستان ونه وځي.

هغه پرون د قزاقستان په نورسلطان ښار کې یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې: زمونږ ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ خو امریکا افغانستان نه خوشې کوي او د سولې او پخلاینې لپاره خپل کار روان ساتي.

خلیلزاد ویلي، چې امریکا به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې: مونږ به خپلې امنیتي مرستې روانې ساتو او مونږ له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې هم کوو.

خلیلزاد وایي، چې هغه له خپل روسي سیال سره هم د افغانستان په اړه پرلپسې خبرې کوي.

هغه ویلي: روسیه او امریکا د سولې د رامنځته کېدو په اړه ګډ کار کوي.

خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې تاوتریخوالی روان دی او د دوحې د سولې خبرې هم ډاډمنې پایلې ته رسېدلي ندي.

Trending

Exit mobile version