تازه خبرونه

امریکا د کرام الدین کریم د نیولو غوښتنه کړې

Published

on

امریکا د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو او محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې فیفا بنسټ کرم الدین کریم د جنسي ځورونې د جرم پر تور محکوم کړی دی.

هغه په ډاګه کړې: امریکا د هغو زړورو ښځینه فوتبالرانو لپاره عدالت غواړي، چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی او مخ پروړاندې ګام یې پورته کړی. د افغانستان قضائیه قوه دې په دې اړه خپله دنده سرته ورسوي.

ویلسن په دې باور دی، چې: قربانيان د محاکمو له لارې د عدالت غوښتنې حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په پنجشېر ولایت کې د نوموړي پر نیولو بریالي نشول.

ویل کیږي، چې د عملیاتو په بهیر کې د پولیسو او د کریم د ټوپکوالو تر منځ نښتې هم وشوې او اړوند عملیات ناکام تر سره شول.

 پېښې وروسته د پنجشېر د ولایت چارسمبالي محمد امین صدیقي وویل، چې عملیات د پنجشېر له سیمه ییزو چارواکو سره له  همغږۍ پرته پیل شوي وه.

د روان کال په جولای میاشت کې ولسمشر غني د پنجشېر له خلکو وغوښتل، چې کریم دې د قانون پلي کولو لپاره له دې ولایته وباسي.

کرام الدین کریم یو کال مخکې د هېواد د فوتبالرونجونو پر جنسي ځورولو تورن شو او د نیولو امر صادر شوی دی.

Trending

Exit mobile version