تازه خبرونه
امریکا د کرونا ویروس له ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د جمعې پر ورځ د کرونا ویروس ۸۴۲۱۸ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
له دې مخکې امریکا د جولای پر ۱۶په یوه ورځ کې ۷۷۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت کړې وې.
د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې دغه ډېروالی په داسې حال کې ثبت شوی، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته، چې د نومبر پر ۳ تر سره کیدونکې دي؛ یوازې دوه اوونۍ پاتې دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په روغتونونو کې له ۴۱۰۰۰ ډېر ناروغان بستر دي؛ په منځني توګه هره ورځ څه نا څه ۸۰۰ کسانو مری او ۱۶ له روغتونونو رخصتیږي .
د جمعې پر ورځ په نویو مثبتو پېښو کې ۱۱ یې بستر شوي دي.
په نړۍ کې ترټولو ډېرې مثبتې پېښې امریکا ثبت کړي، چې ټول شمېر یې۸.۵ میلیون ته رسیدلي او ۲۲۴۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
