تازه خبرونه
امریکا د کورني سیاست پر بنسټ د مرستندویه بنسټونو په ارزونه او څارنه کې پاتې راغلې – سیګار
اسلامي امارت د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه هر ډول ناوړه ګټه اخیستنه ردوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ويلي؛ امریکا د کورني سیاست پربنسټ د هغو ادارو په ارزونه او څارنه کې پاتې راغلې، چې له افغانستان سره مرستې کوي.
سیګار خبرداری ورکړی؛ دا به د دې لامل شي، چې په افغانستان کې د امریکا له مالي مرستو څخه ډېري افراطي ډلې ګټه پورته کړي.
له افغانستان سره د مرستو په بیا کتنه کې د امریکا پاتې راتلل د ترهګرو ډلو لهخوا د ګټې اخیستنې خطر زیاتوي.
سیګار ویلي، چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، کار او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې او د قانون د پلي کولو د نړیوالې ادارې دفترونه او همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزارت بریالي شوي ندي، چې د ترهګرو ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره کافي اسناد وړاندې کړي. هغه اشخاص او بنسټونه، چې له دوی سره تړلي دي د امریکا له مرستو څخه ګټه پورته کوي.
د سیګار د راپور په یوه برخه کې راغلي: د حکومت لپاره دا مهمه ده، چې آیا له دې مرستو څخه په رښتیني توګه څوک ګټه پورته کوي؛ طالبان (اسلامي امارت) که نورې منزوي شوې ډلې. اړوند دفترونه بریالي شوي ندي، چې په دې موضوع کې د خپل صداقت د ثابتولو لپاره کافي اسناد وړاندې کړي. له همدې کبله دا خطر زیاتیږي، چې ترهګر، اشخاص او له دوی سره تړلي بنسټونه له دې پیسو څخه په غیر قانوني توګه ګټه پورته کړي.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور پر بنسټ؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له پایلو سره همغږی دی او وایي؛ هڅه به وکړي، چې له افغانستان سره د دې هېواد مرستې بشپړې وڅېړي.
اسلامي امارت د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه هر ډول ناوړه ګټه اخیستنه ردوي.
د افغانستان اقتصاد وزارت هم له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ردوي او وايي، چې دغه مرستې رڼې او پر ایماندارۍ مستحقو او اړو کسانو ته رسیږي.
امریکا اوس هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی. د معلوماتو پر بنسټ، امریکا په تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره نږدې ۱۸ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم د امریکا د مرستو پلي کوونکیو همکارانو د افغانستان اوسني حکومت ته د اوبو او برښنا د لګښت په اړه لږ تر لږه ۱۰ اعشاریه ۹ میلیون ډالر مالیه او پیسې ورکړې دي.
اړوند خبرونه:
د نړیوالې ټولنې او امریکا د مرستو لویه برخه اوسني افغان حکومت ته ځي – جان ساپکو