Connect with us

نړۍ

امریکا شمالي کوریا ته د اټومي برید په اړه ګواښ وکړ

خپور شوی

د

امریکا شمالي کوریا ته ګواښ کړی، چې که پر امریکا او متحدینو یې هر ډول اټومي برید ترسره شي؛ دا به د منلو وړ نهوي او د (کیم جونګ اون) د رژیم د پای ته رسېدو لامل بهشي.

د امریکا او جنوبي کوریا په ګډه خبرپاڼه کې، چې د شنبې پر ورځ خپره شوې راغلي: امریکايي لوري یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د کوریا د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت له‌خوا د کوریا د جمهوریت پر ضد هر ډول اټومي برید به له چټک او پرېکنده ځواب سره مخ شي.

د امریکا او روسیې د اټومي مشورتي ګروپ دوه‌یمه غونډه د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې د اټومي برید د مخنیوي په اړه د بحث لپاره جوړه شوه.

پیونګ یانګ په جنوبي کوریا، جاپان او امریکا کې د هدفونو د پر نښه کولو توان لرونکی بالستیک توغندی جوړ او ازمویلي دي.

د جمعې پر ورځ د سویلي کوریا د ملي امنیت مرستیال کیم تایه هیو ویلي، چې شمالي کوریا ممکن په روانه میاشت کې یو بین البراعظمي بالیسټیک توغندی و ازمویي، چې د هغې واټن وهلو ته پر پاملرنه به اټومي ګواښ رامنځته کړي؛ ځکه، چې دا کولی شي اټومي خولۍ ولیږدوي.

د امریکا او جنوبي کوریا جمهوریت تر منځ به درېیمه اټومي مشورتي ناسته په راتلونکي دوبي کې د کوریا پر کوربه‌توب ترسره شي.

نړۍ

امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي

د دې چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا له حکومت سره خبرې اترې له څو ورځو راپدېخوا روانې دي او هدف یې د مرستو ترلاسه کول او د غزې په تړانګه کې د څه کمې دوخ کلنې روانې جګړې بندول دي.

Published

on

د حماس یو مشر ويلي، چې په غزه کې د اوربند په اړه د دوی او د امریکا د حکومت ترمنځ مستقیمې خبرې اترې روانې دي.

د دې چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا له حکومت سره خبرې اترې له څو ورځو راپدېخوا روانې دي او هدف یې د مرستو ترلاسه کول او د غزې په تړانګه کې د څه کمې دوخ کلنې روانې جګړې بندول دي.

له بلې خوا، یوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي د یکشنبې پر ورځ رویټرز ته وویل، چې حماس د امریکا له حکومت سره په غزه کې د اوربند او محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې اترې کوي.

دغه راز آکسیوس د یوې باخبرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی، واټکوف له اسرائیلو، قطر او مصر سره او د دوی له لارې له حماس سره د بندیانو د خوشې کولو او د سولې د پراخې پروسې په اړه خبرې اترې کوي.

همدارنګه د اسرائیلو خبري سرچینې راپور ورکړی، چې بنیامین نتانیاهو به نن ماښام د غزې په اړه د څو وزیرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یوه کوچنۍ غونډه وکړي، چې د بندیانو د تبادلې تړون یا په غزه کې د جګړې بېرته پیل په اړه بحث وکړي.

د اسرائیلو ورځپاڼې معاریو راپور ورکړی، چې امنیتي کابینه به نن ماښام ۶:۳۰ پر سیمه ییز وخت منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر له سفر مخکې او د اوربند هوکړې ته د رسیدو لپاره د سختو هڅو په بهیر کې غونډه وکړي.

Continue Reading

نړۍ

مکرون د سوریې له ولسمشر سره د امنیت په اړه خبرې کوي

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې مکرون به د “آزادې، باثباته او خپلواکې سوریې د جوړولو لپاره د فرانسې ملاتړ بیا تائید کړي؛ ځکه د سوریې ټولنې ته درناوی لري.”

Published

on

د فرانسې ولسمشرۍ دفتر د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې ولسمشر امانویل مکرون به د چارشنبې پر ورځ په پاریس کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د یوې ناستې کوربه وي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې مکرون به د “آزادې، باثباته او خپلواکې سوریې د جوړولو لپاره د فرانسې ملاتړ بیا تائید کړي؛ ځکه د سوریې ټولنې ته درناوی لري.”

د سوریې د دولتي خبري سرچینې سانا د څرګندونو له مخې؛ د بشارالاسد له نسکوریدو راپدېخوا اروپایي هېوادونو ته دا د الشرع لومړی سفر دی، چې په کې به د څو امنیتي ننګونو په اړه په ځانګړي توګه د سوریې پر حاکمیت د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې الشرع په فبرورۍ کې د مکرون لخوا فرانسې ته د سفر بلنه ترلاسه کړې ده.

په جنوري کې الشرع د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه؛ یو پراخ انتقالي حکومت به جوړ او د دې هېواد ویجاړې شوې عامه ادارې ورغوي او تر ټاکنو پورې به هېواد اداره کړي، چې ترسره کول یې پېنځه کاله وخت نیسي.

په دې راپور کې راغلي؛ اسرائیل په دسمبر کې د اسد له واکه لرې کولو راپدېخوا پر سوریې پوځي عملیات زیات کړي؛ په ټول هېواد کې بمبارډوي او ځمکني ځواکونه یې سویل لویدیځ ته ننوتي. په داسې حال کې، چې په سوریه کې د غیر متمرکز او منزوي پاتې غږښتونکي دي.

ویل کیږي، چې الشرع یو وخت د القاعدې د یوې څانګې مشري کوله او په ۲۰۱۶ کال کې یې ورسره اړیکې پرې کړې او د اسلام د یوې مذهبي ډلې ډروز د ساتنې هیله یې خپله کړه، چې په سوریه، لبنان او اسرائیلو کې پیروان لري.

Continue Reading

نړۍ

کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي

د اسرائیلو لومړي وزیر په یو ویډیو پیغام کې ویلي، چې دا عملیات سخت دي او د غزې ډېر فلسطینیان به د خوندیتوب لپاره بې ځایه شي.

Published

on

رویټرز د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې هېواد یې ممکن د غزې ټولې برخې په پراخو پوځي عملیاتو کې ونیسي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د فلسطین د حماس ډلې پر وړاندې به پراخ عملیات له هغې وروسته پیل شي، چې امنیتي کابینه هغه طرحه تصویب کړي، چې په کې د غزې تړانګې نیول او د مرستو اداره کول بنسټیزه برخه ده.

د اسرائیلو یوه دفاعي چارواکي ویلي، چې دا عملیات به راتلونکې اوونۍ منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر له پای ته رسېدو مخکې پیل نشي.

دا پرېکړه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون ته د رسېدو لپاره له اوونیو ناکامو هڅو وروسته پدې ګواښ ټینګار کوي؛ هغه جګړه، چې په کور دننه د خلکو له ملاتړ کمیدو سره پر اسرائیلو نړیوال فشار زیاتوي، ممکن د نامعلوم وخت لپاره دوام وکړي.

د اسرائیلو د عامه ټلویزیون یو راپور، چې له جزئیاتو سره د بلد چارواکو د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې نوی پلان به تدریجي وي او میاشتې وخت به ونیسي؛ ځواکونه به په پیل کې پر محاصره شوې یوې خبل شوې سیمې تمرکز وکړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر په یو ویډیو پیغام کې ویلي، چې دا عملیات سخت دي او د غزې ډېر فلسطینیان به د خوندیتوب لپاره بې ځایه شي.

هغه دا هم ویلي، چې اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه بهر د میشتو ځواکونو لخوا د لنډو بریدونو پخوانۍ تکتیکونه نه غوره کوي.

هغه زیاته کړې؛ هغه د نورو اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له تکرار سره، چې هېواد به یې پر هغه ځمکه ټینګ ودریږي، چې نیولې یې ده؛ ویلي: “نیت برعکس دی.”

د اکسیوس د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیوویټکوف ویلي؛ اسرائیل یو خپلواک هېواد دی، چې خپلې پرېکړې پخپله کوي او همدارنګه یې راپور ورکړ؛ هیله من دی، چې د یرغمل نیوونکو او اوربند د تړون په اړه د ټرمپ له سفر مخکې یا په لړ کې پرمختګ وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!