تازه خبرونه

امریکا له اسلامي امارت سره مستقیمه مالي مرسته نه کوي

مټیو میلر د دوشنبې پر شپه (د زمري لومړۍ) په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له افغانستان سره د امریکا مالي مرستې ښايي ناسمو خلکو ته رسېدلې وي ویلي: کله، چې له طالبانو( اسلامي امارت) سره د امریکا د مالي مرستو خبره را پورته کیږي؛ نو ویلی شو ، چې نه! مونږ په مستقیمه توګه له طالبانو (اسلامي امارت) سره مالي مرسته نکوو.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا له اسلامي امارت سره مستقیمه مالي مرسته نکوي.

مټیو میلر د دوشنبې پر شپه (د زمري لومړۍ) په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له افغانستان سره د امریکا مالي مرستې ښايي ناسمو خلکو ته رسېدلې وي ویلي: کله، چې له طالبانو( اسلامي امارت) سره د امریکا د مالي مرستو خبره را پورته کیږي؛ نو ویلی شو ، چې نه! مونږ په مستقیمه توګه له طالبانو (اسلامي امارت) سره مالي مرسته نکوو.

له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي وه، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د داخلي تګلارې له مخې له افغانستان سره خپلې مرستې ارزولې ندي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور له موندنو سره همغږی دی؛ خو څرګندوي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو د څېړلو لپاره به کار وکړي.

اسلامي امارت د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه هر ډول ناوړه ګټه اخیستنه ردکړې ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت هم له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ردوي او وايي، چې دغه مرستې مستحقو او اړو کسانو ته ورکول کېږي.

امریکا اوس هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی. د یو لړ معلوماتو له مخې، امریکا په تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره نږدې ۱۸ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې سیګار راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو پلي کوونکیو همکارانو په تېرو درې کلونو کې د افغانستان اوسني حکومت ته لږ تر لږه ۱۰ اعشازیه ۹ میلیون ډالر مالیه او د اوبو او برښنا لګښت ورکړې دي.

 

اړوند خبرونه:

امریکا د کورني سیاست پر بنسټ د مرستندویه بنسټونو په ارزونه او څارنه کې پاتې راغلې – سیګار

Trending

Exit mobile version