تازه خبرونه
امریکا له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون دالر مرسته کوي
امریکا د جمعې پر ورځ له افغانستان سره د خوراکي توکو د خوندیتوب او په دغه هېواد کې له ښځو او نجونو څخه د ملاتړ لپاره؛ ۱۵۰ میلیون دالر نوې مرسته اعلان کړه.
د نړیوالې پرمختیایي ادارې یا یُو ایس ای آی دي، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د دغې مرستې موخه د هغو افغانانو لاسنیوی دی، چې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره دي.
دغه راز یُو ایس ای آی دي، په یوه بېله خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف له لارې د افغان نجونو او هلکانو د زدکړو په برخه کې د ۴۰ میلیون دالرو مرستې اعلان کړی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ دا تازه مرسته په دا سې حال کې اعلان شوې، چې په تېر مارچ میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت پر نجونو د ثانوي زدکړو دروازې وتړلې.
یُو ایس ای آی ډی دا راز د افغان ښځو د پیاوړتیا، ځواکمنتیا او د جندر مساواتو په برخو کې د ۳۰ میلیون دالرو نوې مرستې اعلان کړی.
د خصوصي سکتور غړي بیا وايي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي، چې په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین، تر یوه بریده مدیریت شي.
د صنایعو او کانونو خونې غړی شېرباز کمین زاده وایي: مونږ له نړیوالې ټولنې خصوصاً د امریکا له متحده ایالاتو غواړو، چې له افغانانو سره بشري مرستې پراخي کړي او افغانان نه غواړي، چې له چا سره تقابل وکړي د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د تقابل پر ځای تعامل رامنځته شي؛ ګټې به يې زیاتې وي او مونږ يې د وروستیو مرستو هرکلی کوو.
دوی څرګندوي، چې د مرستو د لګولو لپاره باید منظم میکانیزمونه جوړ شي، چې د ولس اقتصادي ستونزې اواري کړي.
دوی دا مرستې د کرنې په برخه کې اړین ګام بولي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: مونږ د امریکا د متحده ایالاتو د پراخیتا يي اداري دا ۱۵۰ میلیون امریکا يي دالرو مرستې هر کلی کوو او هیله لرو، چې نړۍ له افغانستان سره خپلې بشري مرستې نورې هم زیاتې کړي.
اقتصادي کارپوهان هم پدې باور دي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا دې له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې شي او ښايي په هېواد کې بشري او اقتصادي ناورین به تر یوه بریده مدیریت شي.
اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: د افغانستان په روان حالت کې دا بشري مرستې خورا مهمي دي؛ هیله لرو، چې نړیوال باید د افغانستان د روان فقر د پراختیا د مخنیوي لپاره خپلي بشري مرستي زیاتي کړي.
د امریکا د پراختیايي ادارې دا بشري مرستې داسې مهال اعلانیږي، چې د خواړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ له پراختیا اندېښنه ښیي او له نړیوالو يې د افغانستان له خلکو سره د نورو مرستو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
