نړۍ

امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

Published

on

امریکا به د چار شنبې پر ورځ د اوکراین لپاره د شاوخوا ۳ میلیارد دالرو د نوې امنیتي مرستې ټولګه اعلان کړي.

د امریکا یوه چارواکي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دا پوځي مرسته د روسیې له برید راپدیخوا کییف ته ترټولو لویه ټولګه وي.

رویترز راپور ورکړی، چې دا ټولګه د چارشنبې پر ورځ، چې د اوکراین د خپلواکۍ ورځ ده؛ چمتو کیږي.

دا ټولګه د اوکراین د امنیتي مرستې نوښت (USAI) له صندوقه ترسره کیږي، چې د کانګرس لخوا ځانګړې شوي او د بایدن ادارې ته اجازه ورکوي، چې د امریکا د موجوده وسلو له زیرمو څخه د وسلو اخیستلو پرځای د وسلو له صنعت څخه چمتو کړي.

یاد چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ په نویو وسلو کې داسې نه ښکاري، چې د وسلو هغه ډولونه شامل وي، چې پخوا د اوکراین پوځ ته ورکړل شوې ندي. دا به په مهماتو او نورو منځمهاله اهدافو لکه دفاعي سیستمونو تمرکز وکړي.

رویترز راپور ورکړی، چې د USAI تر چتر لاندې به دا وسلې  په څو میاشتو اروپا ته ورسیږي؛ خو  په دې شرط، چې شرکتونه یې واخلي.

دې چارواکي ویلي، چې د رسمي اعلان مخکې شونې ده، چې د وسلو په کچه او ترکیب بدل شي.

واشنګتن د فبرورۍ له ۲۴ راپدیخوا د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي حکومت ته ۱۰،۶ میلیارد دالره پوځي مرسته ورکړې ده.

روسي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکرین برید وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې د اوکراین د بې وسلې کولو لپاره ځانګړي پوځي عملیات په نوم یاد کړي دي.

Trending

Exit mobile version