تازه خبرونه
امریکا له پاکستان سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي – انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چارشنبې پر ورځ د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د اړیکو او ملګرتیاوو پر پراخولو خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې پاکستان د امريکا لپاره د يوه ستراتيژيک ملګري په توګه خپل دريځ ساتلى او واشنګټن ژمن دی، چې د پاکستان له نوي حکومت سره د دواړو هېوادونو لپاره د ترهګرۍ د خطر په ګډون پر سيمه ييزو ستونزو کار وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې ظاهراً د خواړو د خوندیتوب په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، وايي؛ له امریکا سره د اړیکو بیارغول او د باور رامنځته کول یې بنسټیزه موخه ده.
امريکا ته له تللو يو ساعت وروسته بلاول بوټو زرداري له خپل امريکايي سيال انتوني بلينکن سره ليدنه وکړه، چې له امريکا سره يې د پياوړیو او ښو اړيکو پر لرلو ټينګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي؛ پاکستان د ترهګرۍ په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ دی او نن زه خوشحاله یم، چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو نوی پړاو پیلوي او مونږ د ښې او پراخې همکارۍ او اړیکو هیله لرو.
په دې کتنه کې دواړه هېوادونه دې هوکړې ته ورسېدل، چې له ترهګرۍ سره به ګډه مبارزه کوي.
دوی په افغانستان کې د ثبات پر تامین هم ټینګار شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: مونږ پر ډېرو مسایلو خبرې وکړې او دواړه هېوادونه په ګډه کار کوي. مونږ د امنیتي مسایلو، تروریزم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو او هر اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا وغږیدو.
له دې لیدنې مخکې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو پرمختګونو او د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د خواړو د خوندیتوب د نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.