تازه خبرونه
امریکا له پاکستان څخه باثباته او خوندي افغانستان غواړي- نډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا له پاکستان سره پر داسې باثباته، خوندي او سوکاله افغانستان رامنځته کولو ټینګارکړی، چې ښځې او اقلیتونه په کې خوندي پاتې شي.
په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نډ پرایس ویلي: مونږ پاکستان ته د یوه مهم شریک پر سترګه ګورو؛ مونږ ورسره ملګري یوو او د داسې افغانستان د رامنځته کولو لپاره ګډ کار کوو، چې ډېر باثباته، سوکاله او خوندي وي. یو داسې افغانستان، چې د خپلو ټولو خلکو، اقلیتونو، ښځو او نجونو په ګډون د خلکو اساسي او بنسټیزو حقونو ته درناوی ولري.
پریس دا هم ویلي، چې له شاوخوا ۷۵ کلونو راپدیخوا له پاکستان سره د واشنګټن اړیکې مهمې دي.
هغه وایي: مونږ په سیمه ییزو او نړیوالو مسلو کې د پاکستان له نوي حکومت سره د دې کار دوام ته سترګې پر لار یوو. دا هغه کار دی، چې په پاکستان او ټوله سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ودې لپاره ښه دی.
نډ پرایس ویلي، چې امریکا د پاکستان له نوي حکومت سره پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو خبرو کولو ته لیواله ده.
د یادونې ده، چې هغه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه له تبصرې ډډه کړې؛ خو وایي، چې د پاکستان نوی حکومت باید په دې اړه خپله څرګندونې ولري؛ امریکا له داسې راپورونو خبر ده.