تازه خبرونه
امریکا لېږدولی یو افغان بېرته افغانستان ته راواستا وه
آکسوس سایت راپور ورکړی، چې امریکا د روانې میاشتې په پیل کې خپل ایستل شوی افغان، چې جنایي جرمي مخینه یې په ډاګه شوې؛ بېرته افغانستان ته راواستاوه.
سرچینې څرګنده کړې؛ له هغو لسګونه زره افغانانو څخه، چې امریکا ته رالېږدول شوي، یوازې د ګوتو پر شمېر یې د جرمي ریکارډونو یا نورو اندېښنو له کبله د حکومت په بند کې پاتې دي.
دغه راز ویلشوي، چې اوسمهال د خهغو افغانانو د رالېږدولو بهیر پیل شوی، چې تر څطړنو لاندې دي.
د هغه سند له مخې، چې Axios ترلاسه کړی؛ دغه افغان د فبرورۍ پر ۱۳ په دوحه کې د قطري چارواکو د همغږۍ له مخې بېرته راستون شو.
د دغه افغان د جرم جزئیات روښانه شوي ندي. که څه هم دولتي چارواکو د Axios ادارې ویلي، چې له تروریستي شبکو یا ملي امنیت اندېښنو سره هیڅ تړاو نلري.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې دا د ارزونې د سیسټم د کاري بهیر یوه بېلګه ده.
ټول افغانان د امریکا د ډېرو ادارو له لارې تر څارنې لاندې دي او ارزول کیږي.
