تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
امریکا خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو ډلو ګواښ اوس هم جدي اندېښنه ده او بېثباتي دغو ډلو ته د خپلو فعالیتونو د پراخولو فرصت برابروي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
هغې ویلي:« دا ډلې اوس هم له بېثباتۍ ناوړه ګټه اخلي؛ لکه څنګه، چې د ساحل په سیمه کې د القاعدې پرمختګ، پر افریقا د داعش زیات تمرکز او په افغانستان کې د داعش خراسان دوامدار ګواښ ښيي.»
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې به د بل هیڅ هېواد د امنیت پر ضد د کار اخیستو اجازه ورنهکړي.