تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د دوه امریکایي بندیانو د خلاصون پر هڅو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د دوه امریکایي بنديانو د خوشې کولو لپاره د امريکا هڅې هغه وخت ګړندۍ شوې، چې اسلامي امارت د دوه امریکایانو بندي کېدا تأیید کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د دغو بنديانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر وایي: مونږ په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د وضعیت په اړه اندېښمن یوو او د هغوی د خلاصون لپاره په فعاله توګه کار کوو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله وايي؛ دغه دوه امریکايي وګړي د سرغړونې له امله نیول شوي او زنداني دي او قانوني اقداماتو ته اړتیا لري، چې په دې اړه له امریکايي لوري سره خبرې اترې روانې دي.

واشنګټن له دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي بندیان له کابل سره د اړیکو پر وړاندې خنډ ګڼلی و. کارپوهان په دې باور دي، چې که دا دوه امریکايي وګړي خوشي شي؛ اسلامي امارت به د امریکا له‌خوا پر رسمیت ونه‌پېژندل شي.

دا، چې امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي او امریکا هم د هغوی د خلاصون لپاره لیواله ده؛ نو وبه‌ګورو، چې د خبرو بل ګام به څه وي او که محکمه به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

Trending

Exit mobile version