Connect with us

تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د ډیپلوماټانو د امنیت لپاره ۶۵۰ سرتېري ساتي – راپور

خپور شوی

د

اسوشیټیډ پرس د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د ډیپلوماټانو د ساتنې لپاره ۶۵۰ سرتېري وساتي.

په راپور کې راغلي؛ پر دغو ځواکونو سربېره سلګونه نور سرتېري به هم تر سپټمبر د کابل په هوایي ډګر کې پاتې شي، چې د کابل هوایي ډګر په امنیت او مدیریت کې له ترکي ځواکونو سره مرسته وکړي.

امریکايي چارواکو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیټیډ پریس ته دا خبر تائید کړی، خو په دې اړه یې نور جزئیات ندي ورکړي.

د راپور د څرګندونو له مخې، د امریکا سرتېري به په کابل کې د سفارت ساتنه وکړي او د کابل د هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.

له دې مخکې امریکا ویلي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له ۵۰  سلنې څخه ډېر بشپړ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره پنجشنبه ویلي وه، چې د ولسمشر جو بایډن د سپارښتنې له مخې بهرني ځواکونه د سپټمبر تر لومړۍ باید ټول ووځي.

تازه خبرونه

فرانسې د افغانستان لپاره درې میلیون یورو مرسته وکړه

د دې راپور له مخې؛ په لومړنیو ښوونځیو کې به له ۱۵ زره ډېر هلکان او نجونې هره ورځ صحي خواړه ترلاسه کړي او له ۳۵ زره ډېر خلک به د خپلو کورنیو د تغذیې د ښه کولو لپاره له نباتي غوړیو  څخه ګټه پورته کړي.

Published

on

فرانسې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته درې میلیون یورو ( څه باندې ۲۱۶ میلیون افغانۍ ) ځانګړې کړې دي.

دې ټولنې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې لوږې پر میندو او ماشومانو سخته اغېزه کړې ده.

د دې راپور له مخې؛ په لومړنیو ښوونځیو کې به له ۱۵ زره ډېر هلکان او نجونې هره ورځ صحي خواړه ترلاسه کړي او له ۳۵ زره ډېر خلک به د خپلو کورنیو د تغذیې د ښه کولو لپاره له نباتي غوړیو  څخه ګټه پورته کړي.

همدارنګه، نږدې ۶۰ زره تنکي ماشومان او له ۱۰ زره ډېرې اومیدواره یا شیدې ورکوونکې میندې به ځانګړي ځواکمن شوي خواړه ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت مسوولې سلینا ګرنه کاتالانو ویلي، چې له درې پر څلورمې برخې زیاتې افغانې کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو توان نلري.

هغې زیاته کړې: فرانسه له خوارځواکۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکوي؛ پر ۲۰۲۵ کال په پاریس کې د ودې لپاره د تغذیې د نړیوالې غونډې کوربتوب ته چمتووالی نیسي او د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د اړتیا په وخت کې د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د راپورونو له مخې؛ د سږ کال مالي بحران د دې لامل شوی، چې د خوړو نړیوال پروګرام ونه توانید دوه میلیون ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره اړین خواړه برابر کړي.

همدارنګه تېر کال د بوجې نشتوالی د دې لامل شو، چې ۱۰ میلیون خلک له خوراکي مرستو څخه بې برخې شي او د ځینو ولایتونو د بېړنۍ خوارځواکۍ کچې ته د ستنېدو خطر زیات کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ مینهارټ دا مرستې په دې حساس وخت کې وستایلې او وایي، چې افغان میندې او ماشومان د لوږې له بحران څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

هغه زیاته کړې: افغانستان د نړۍ د لوږې یو پر ګوته شوی ځای دی او د وګړو څلورمه برخه یې له لوږې سره مخ ده. له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې د میرمنو پر مشرۍ کافي خواړه نشي چمتو کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي: په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه راز د ملګرو ملتونو یو شمېر بنسټونه هم په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره د بشري مرستو لپاره د بودجې له کموالي خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان څخه مخ‌اړول تېروتنه ده ـ زلمی خلیلزاد

خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ( د لړم درویشتمه ) د فلوریډا په پوهنتون کې د نړیوال او ملي امنیت د اندتون( انسټیټوټ) کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې امریکا دې په افغانستان کې خپلې ګټې په پام کې نیسي.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي؛ له افغانستان څخه مخ‌اړول ناسم کار دی او د دوحې هوکړه له اسلامي امارت سره د ډونالډ ټرمپ ادارې ته د تعامل بنسټ کېدی شي.

خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ( د لړم درویشتمه ) د فلوریډا په پوهنتون کې د نړیوال او ملي امنیت د اندتون( انسټیټوټ) کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې امریکا دې په افغانستان کې خپلې ګټې په پام کې نیسي.

هغه زیاته کړې، چې بندیان، ترهګري، وسلې، له نورو زبرځواکونو سره سیالي او سرچینې یې د ګټو اړینې برخې دي.

خلیلزاد څرګنده کړې: زما قضاوت دا دی؛ مخ‌اړول مو تېروتنه ده او عاقلانه هم نده. د هغه څه لپاره، چې رامنځته شوي؛ غچ اخیستنه به د سیاست ښه انګیزه نه وي. سیاست او پالیسي باید راتلونکی، چې د امریکا ګټي خوندي کوي په پام کې ونیسي. زما پر اند متقابل عمل اړین دی.

دغه پخواني امریکايي ډیپلومات دا هم ویلي؛ تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې آیا افغانان کولی شي خپلمنځي هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې؛ د اوسنيو حالاتو، د ټرمپ ادارې او د امريکا د ګټو د ارزونې له مخې؛ د دوحې د تړون په ګډون د تعامل لپاره بېلابېلې لارې لرو.

هغه خبرداری ورکړ، چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو نه منل به د اسلامي امارت تېروتنه وي او د ستونزو لامل به شي.

اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې د دوحې پرېکړه مو منلې او اوسنی حکومت هم ټولګډونه دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم درویشتمه )  رسنیو په مرکز کې د یو شمېر رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

Published

on

ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت په اوسني عصر کې د رسنیو د ارزښت پر بشپړ درک د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم درویشتمه )  رسنیو په مرکز کې د یو شمېر رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو لپاره د یو ښه چاپېریال د چمتو کولو په هڅه کې دی.

د رسنیو مرکز د دې ناستې په اړه ویلي، چې د رسنیو مسوولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې له ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!