تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې سرتېري کموي؛ خو دوه لویې اډې ساتي – مارک میلي

Published

on

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون (چارشنبه د لیندۍ ۱۲) یوې ځانګړې ناستې ته څرګنده کړې وه، چې پنتاګون د امریکایي سرتېرو د کمولو پلان تصویب کړی؛ خو دا هېواد به په افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ولري.

مارک میلي دا هم ویلي، چې پر دغو دوه امریکایي اډو سربېره به په افغانستان کې د سپوږمکیو څو اډې هم وساتل شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څه وخت مخکې ویلي وه، چې هغه به د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي؛ خو امریکایي چارواکو تر دې دمه پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

د امریکا دا  پرېکړه به په افغانستان کې د ناتو ماموریت هم اغېزمن کړي؛ خو د ناتو عمومي منشي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته ویلي، چې هغه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر کمولو سربېره خپل ماموریت ته روان ساتي.

مارک میلي زیاته کړې، چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره سره مونږ له افغان ځواکونو سره خپله همکاري او د داعش او القاعده پروړاندې عملیاتي ماموریت روان ساتو.

مارک میلي ونه ویل، چې کومه اډې به خوندي شي.

میلي دا هم ونه ویل، چې د امریکا ولسمشر به د سرتېرو د کمولو په اړه څه پرېکړه وکړي؛ خو وایي: نوې اداره به وروسته پرېکړه وکړي.

امریکایي چارواکي وايي، امریکا په افغانستان کې حه نا څه بریا ترلاسه کړې ده.

له دې مخکې ، امریکايي رسنیو د افغان او امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې مریکا په افغانستان کې لس اډې تړلې دي.

Trending

Exit mobile version