تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي: بلینکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په ډاګه کړې، چې امریکا په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي او تلپاتي هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.
دا خبره له هغې وروسته راپورته شوه، چې بلینکن او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ( د سلواغې ۲) د افغانستان د سولې بهیر په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
انټوني بلینکن په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ امریکا د عادلانه او دوام لرونکي سیاسي جوړجاړي، تلپاتې سولې او د پرمختګ پر لوري له هر اړخیز اوربنده ملاتړ کوي.
عبدالله ویلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان وضعیت او د افغانستان د سولې بهیر پر ګړندي کولو بحث او خبرې شوې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې؛ انټوني بلینکن له عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا د افغان سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې د سولې خبرې به چټکې او دواړه لوري به تلپاتې سولې او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله د امریکا او افغانستان ستراتيژیک ملګري بولي او وایي، چې د سولې خپلمنځي خبرو د بریا لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.
ولسمشر اشرف غني د شنبې پر ورځ( د کب ۲) له یو شمېرامنیتي ځواکونو سره په ټیلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یو شمېر سیاستوالو د لنډمهاله ادارې د جوړولو وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه؛ تر هغې، چې ژوندی وي طالبان به ترې د لنډ مهالي حکومت مخ ونه ویني.
نوموړي دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د طالبانو له ګواښونو به لکه د ولې پاڼه ونه لړزیږي او پر وړاندې یې هراړخیز چمتووالی لري.
دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پرون یوې امنیتي خبري ناستې ته په پاکستان کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لنډمهالي حکومت د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې دغسې اداره د افغانستان لپاره ګټوره نده او دې ته له ورته څرګندونو دې ډډه وشي.
د ملي امنیت شورا سلاکار مشر حمدالله محب زیاته کړې؛ د طالبانو مشران سولې ته لیواله ندي او نه غواړي په دوحه کې له خوښیو ډکه ژوند له لاسه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا غوښتي، چې د سولې رامنځته کولو هوکړه دې ورسره پلې کړي؛ د پاتې بندیانو د خلاصون تر څنګ باید تر ټاکلي وخته ټول ځواکونه وباسي او د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه لري کړي.
