تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې پر هوایي بریدونو محدودیتونه وضع کړل

Published

on

د امريکا ولسمشر جوبایدن یو پټ لارښود لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د جګړې له سیمو بهر، د ترهګرو ډلو پر ضد د امریکا د بې پیلوته الوتکو بریدونه محدودوي.

نیویارک تایمز راپور ورکړی، چې د دې سند له لاسلیک کېدو وروسته به د هغو کسانو په نوملړ کې د شکمنو ترهګرو شاملول، چې په مستقیم ډول په نښه کېدی شي؛ د جو بایدن تصویب ته اړتیا ولري. د امریکا د ولسمشر لخوا د دغه فرمان لاسلیک کېدل په دې معنا دي، چې امریکا غواړي د خپلو بې پیلوته الوتکو کوماندويي بریدونه له جګړې څخه په لرې سیمو کې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دې وروسته اړوند بریدونه د بایدن تصویب ته اړتیا ولري.

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي؛  جوبایدن د جمعې پر ورځ د امریکا د استخباراتو ادارې ته دغه لارښود سند وراستولی دی. د دې سند له مخې، د هغو کسانو په نوملړ کې د شکمنو ترهګرو شاملول، چې په مستقیمه توګه په نښه کیدی شي؛ د بایدن تصویب ته اړتیا لري. دا ښيي، چې متحده ایالتونه پلان لري د کړکېچنې نړۍ د لومړیتوبونو په سیالۍ کې، د بې پیلوته الوتکو او کمانډو بریدونه له جنګي سیمو لرې ترسره کړي.

نيويارک تايمز ليکلي، دغه نوی لارښود په افغانستان، سوماليا، يمن او د د دیورند پورې غاړه قبايلي سيمو په ګډون په څو نورو هېوادونو کې، چې په وروستيو کلونو کې د بې پيلوته الوتکو بريدونه په کې شوي دي؛ د امريکا عمليات محدودوي.

له دې سره هممهاله اسلامي امارت وايي، چې امریکا باید د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او پر افغان خاوره هر ډول بریدونه ودروي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  بلال کریمي ویلي؛ د دا ډول بریدونو تکرار له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د افغانستان پر خاوره تېری دی او دا به د کابل او واشنګتن ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې پر افغانستان د بې پيلوته الوتکو پر بريدونو محدویت وضع کړل، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې وړاندې امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ او وروسته د امريکا ولسمشر ادعا وکړه، چې په دغه برید کې یې د القاعده شبکې مشر الظواهري وژلی دی.

Trending

Exit mobile version