تازه خبرونه
امریکا په ننګرهار کې د داعش د بریدونو پر پلانوونکي هوایي برید وکړ
رویټرز څرګنده کړې، چې امریکا د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش یو پلان جوړونکی پر نښه کړی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د کابل هوایی ډګر ته نږدې له برید وروسته د خپل هېواد دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د پېښې د عاملینو پر وړاندې هوایی بریدونه پیل کړي.
د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ مونږ خپله موخه له منځه وړې ده او پوهیږو، چې په دې برید کې ملکي زیان رامنځته شوی ندی.
امریکایي چارواکو دا ندي ویلي، چې آیا دا هوایي برید د کابل هوایي ډګر ته نږدې د چاودنو په ځواب کې تر سره شوی او که نه.
یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي؛ دا برید د داعش د یوه غړي پر ضد شوی، چې د بل برید د ترسره کولو پلان یې درلود.
دغه چارواکي زیاته کړې: د امریکا بې پیلوټه الوتکې، چې له منځني ختیځه یې الوتنه کړې وه؛ په یوه موټر کې سپور د داعش دا غړي او یو بل ملګری پر نښه کړي دي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ ماښام مهال د کابل هوایي ډګر ته نږدې دوه چاودنې شوې وې، چې د ۱۳ امریکایي سرتېرو او ۲۸ طالبانو په ګډون ۹۱ کسان په کې ووژل شول او د ۱۸ امریکایانو په ګډون ۱۹۵ عام وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل هوايي ډګر ته نږدې د برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې ژباړونکي او بهرني ځواکونه یې په نښه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا برید د ۲۰۲۰ له فبرورۍ راپدیخوا لومړی برید و، چې امریکایي سرتېرو ته په ډېره مرګ و ژوبله اوښتې ده