Connect with us

تازه خبرونه

امریکا په کابل د وروستي هوایي برید زیانمنې کورنۍ ته د تاوان ورکولو ژمنه وکړه

خپور شوی

د

د امریکا دفاع وزارت هغې افغان کورنۍ ته د غرامت ورکولو هڅه کوي، چې د روان میلادي کال د اګست   په وروستیو ورځو کې یې د یوې کورنۍ پر ۱۰ غړیو ډرون برید تر سره کړ.

پنټاګون تېره ورځ ویلي، چې د کابل په ډرون برید کې زیانمنې کورنۍ ته پر تاوان ورکولو سربېره په امریکا کې د اوسېدو او مېشتېدو زمینه هم برابره کړي.

پنټاګون ویلي وه، چې د اګست پر ۲۹ د ډرون برید موخه د هغه داعشیانو وژل وول، چې پر کابل هوایي  یې د برید نیت درلود؛ خو بیا وروسته پوه شول، چې وژل شوي ۱۰ کسان د ۷ ماشومانو په ګډون ټول ملکي وګړي وه.

له هغه وروسته د امریکا دفاع وزیر د دغه برید بخښنه وغوښته؛ خو د یادې کورنۍ غړیو رسنیزه بخښنه رد کړې وه.

د امریکا دغې استخباراتي ناکامۍ په راتلونکي کې له لرې د افغانستان د پوځي څارنې پروګرام زیانمن او تر پوښتنې لاندې راوست.

ویل کیږي، چې امریکا له دې مخکې هم په سلګونه هوايي بریدونو کې بې شمېره ملکي وګړي وژلي دي.

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.

دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.

سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!