تازه خبرونه
امنیتي ارګانونه دې د برښنا شرکت د پورونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي – ملا برادر

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د برښنا د پورونو په ترلاسه کولو کې له دغه شرکت سره مرسته وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې او وروسته ډېرو دولتي ادارو او زورواکو خپل پورونه ندي ورکړي، چې له کبله یې د دغه شرکت چارې ستونزمنې کړې دي.
دغه راز اقتصادي کمیسیون د افغانستان بانک او دولتي شرکتونو استازیو ته سپارښتنه کړې، چې پر دولتي شرکتونو د بانکي بندیزونو د کمولو لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړي.
دغه راز اقتصادي کمیسیون د کابینې د ۲۸ مصوبې له پرېکړې سره سم ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د خپلو اقتصادي او پراختیايي پروژو طرحې چمتو او د منظورۍ لپاره یې د رهبرۍ مفام ته وسپاري.
د خصوصي سکتورغړيو د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د انرژۍ رول خورا مهم یاد کړی او څرګندوي؛ ټول هغه بنسټونه او ادارې، چې د برښنا شرکت پوروړي دي باید خپل پورونه پرې او دا ملي شرکت له مالي بحران وژغوري.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: زمونږ ټوله برښنا وارداتی ده؛ نو د دې برښنا د منظم سیستم لپاره باید ټول خپل بیلو نه ادا کړي او هغه خلک، چې پخواني پوروړي دي باید خپل پورو نه خلاص کړي. که نه؛ نو باید حکومت یې د امنیتي بنسټونو په همکارۍ ترې تر لاسه کړي.
د افغانستان اوسپنې ویلی کولو تولنې اجرائیه مشر عبدالنصیر رشتیا څرګندوي: مونږ خصوصي سکتور تل خپل حسابونه پاک کړي او هغه خلک، چې د برښنا پورونه یې نیولی باید د امنیتی بنستونو په همکارۍ ترې واخستل شي.
اقتصادی چاروکارپوهان هم د لومړي وزیر د لومړي مرستیال وروستۍ پرېکړه د افغانستان د برښنا شرکت د مالي ستونزو د حل لپاره اړینه بولي او زیاتوي، چې د هېواد ټول وګړي اړ دي، چې خپلې برښنا د لګښت پور ادا کړي.
د ا قتصادي چارو کارپوه صیام پسرلی وایي: د افغانستان برښنا شرکت تقریبا ۸۰ سلنه برښنا له نورو هېوادونو واردوي تول باید د خپلې برښنا د لګښت پيسې پخپل وخت ورکړي او هغه کړیو او اشخاصو، چې خپل پورونه ندي ورکړي؛ باید حکومت یې ترې د زور له لارې تر لاسه کړي.
دا، چې تراوسه پورې د افغانستان برښنا شرکت څومره خلک پوروړی دي او پوره شمېر یې څومره دی او د ټولنې پر کوم قشر دا پورونه پاتې دي؛ د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو پرې له نظر څرګندولو او معلوماتو له ورکړې ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره وکتل
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او په تاشکند کې یې د اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر، د سفارت له چارواکو او یو شمېر افغان پانګوالو سره ولیدل.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.
هغه له هغو وغوښتل، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي او زیاتوي، چې افغانستان اوس د امنیتي پلوه د پانګوالو لپاره ښه فرصت برابروي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او پانګوالو ته یې قانوني، تخنیکي او اداري آسانتیاوې برابرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی کازان ته ورسېد
اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.

د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته ورسېد، چې د کازان په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.
د کازان نړیوال فورم تېره ورځ( د غویی درویشتمه) د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر پرانستونکې وینا پیل شو او د غویی تر اتهویشتمې به روان وي.
تازه خبرونه
په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې به د پروژې د چارو پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، ستونزو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر پر مشرۍ پلاوي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته سفر وکړ.
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې به د پروژې د چارو پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، ستونزو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناسته پر افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې ده.
دا پروژه له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د برښنا لېږد تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان له لارې تېریږي.
-
نړۍ3 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه1 day ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک
-
سوداگري2 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د اورښت کمښت مخ پر پراخېدو دی ـ اوچا
-
سیمه ییز خبرونه16 hours ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي