تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو په بلخ کې یوه نجلۍ د سړي تښتونکو له منګولو وژغورله

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰

د بلخ امنيتي چارواکي وايي، په ګډو عملياتو کې يې يوه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.

سدره په نوم يوه نهه کلنه نجلۍ د جمعې پر سهار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوې ده.

امنيتي ځواکونه وايي، په دغو عملياتو کې نهه تنه نيول شوي هم دي.

د دوی په خبره، د عملیاتو په ترڅ کې یو تن تښتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات د اسلامی امارت د ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

Trending

Exit mobile version