Connect with us

تازه خبرونه

امنیت شورا له اسلامي امارت څخه پر ښځو د لګول شويو بندیزونه د لغو کېدل وغوښتل

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۲

  دغې شورا په يوه پرېکړه ليک کې، چې پر ١٥ مثبتو رايو تصويب شو؛ د ښځو د ښوونې، روزنې او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلیو بندیزونو د ژر تر ژره د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

په دغه شورا کې د عربي متحده اماراتو استازې د ښځو د زده‌کړې او کار په اړه محدودیت  د ملګرو ملتو په تاریخ کې بې ساری اقدام وباله.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر کار  او زده‌کړو د بندیزونو په اړه پرېکړه‌لیک ته  رای ورکړه او دغه پرېکړه‌لیک د امنیت شورا د غړیو پر ۱۵ مثبتو رایو تصویب شو.

په دغه پرېکړه‌ليک کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتل شوي، چې د ښځو د تعليم او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې تحريم او بنديزونه ژر تر ژره لغوه کړي.

دغه پرېکړه‌ليک، چې د عربي متحده اماراتو او جاپان  لخوا وړاندې شوی؛ د عربي متحده اماراتو استازې د ملګرو ملتونو په تاريخ کې د ښځو پر کار بنديز د توهين وړ وباله.

په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازې لانا نصیبه وایي: نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندي. دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري ده. مونږ نه یوازې دا، چې د ښځو پر کار بندیز پر کلکه غندو، بلکې د دې هېواد پر واکمنو هم غږ کوو؛ افغانستان باید ژر تر ژره دا پرېکړه لغو کړي او د افغان میرمنو او نجونو ټولو حقونو ته درناوی وکړي.

د جاپان استازي هم ویلي، د افغانستان د نویو واکمنو دغه بندیز بشري حقونه او بشري اصول کمزوري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي امیر ایشیکان ویلي: په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکیو خلکو ته د ژوند ژغورونکیو مرستو او لومړنیو خدماتو د چمتو کولو په شمول به دا پرېکړه، د نورو اساسي حقونو تر څنګ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر عملیاتو منفي او سخت اغېز وکړي.

د روسیې استازې د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معناداره او خوندي ګډون غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د روسیې استازی واسیلي نیبنزیا وایي: مونږ د طالبانو له مشرانو څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه لغو کړي؛ مونږ د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنا لرونکي ګډون او خوندیتوب غوښتنې ته دوام ورکوو.

له بلې خوا، په نړیوالو دفترونو کې د ښځو د کار بندیز  ۲۸ میلیون افغانانو لپاره، چې بنسټیزو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ ستونزې ارمنځته کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربرا وودوارد وایي: په دفترونو کې د ښځو د کار بندیز په دې هېواد کې د بشري ناورین د زیاتېدو لامل شوی او شاوخوا ۲۸ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ نو مونږ د دوی پرېکړه غندو او له هغوی څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه بدله او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ویاندویانو پر وار وار ویلي، چې اسلامي امارت د ښځو اسلامي حقونو درناوي ته ژمن دی او په دې اړه د بهرنیو د لاسوهنو مخالف دي.

تازه خبرونه

پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلام‌آباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.

هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.

اسلام‌آباد پرله‌پسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نه‌ورکوي.

ترکیې او قطر د اسلام‌آباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.

د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.

ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلام‌آباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.

ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلام‌آباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په پنجاب کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان ووژل شو

د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.

Published

on

المرساد رسنۍ راپور ورکړی، چې وسلوالو؛ د پاکستان د پنجاب ایالت د اختر‌آباد ښار په پاټکِ سیمه کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان برهان نومی، چې “زید” یادېده، وواژه.

د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.

که څه هم د پاکستان چارواکو تل د داعش غړو ته پناه ورکول رد کړي؛ خو دا پېښه د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې د پېژندل شویو غړو د هدفي وژنو د لړۍ یوه بله پېښه ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ګړندۍ شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په ایکس پاڼه کې په دې اړه خپل غبرګون داسې ښکاره کړی: “له پاکستان څخه ښه خبر: راپورونه وايي، چې د داعش خراسان یو لوړ پوړی قومندان برهان نومی، چې زید یادیږي؛ د پنجاب ایالت د اختر‌آباد ښار په پاټکِ سیمه کې وژل شوی دی.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!