تازه خبرونه
امنیت شورا په هرات کې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ برید غندلی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو د تېرې جمعې پر ورځ د ( زمري اتمه ) په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ د برید پروخت د یو امنیتي کس پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او پر ملکي وګړیو یې د برید کلکه غندنه کړې ده.
د م.م امنیت شورا په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله په اغېزمنو سیمو کې د بشري حقونو د یو شمېر سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید په هر راز شرایطو کې د نړیوال بشردوستانه قانون تر چتر لاندې د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره خپلو مسوولیتونو ته درناوی وکړي.
دوی ټینګار کړی، چې پر ملکي وګړیو، د ملګرو ملتونو پر کارمندانو او د ملګرو ملتونو پر ودانیو قصدي بریدونه جنګي جرم ګڼل کیدی شي او د جنګي جرمونو د عاملینو پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې په هراړخیز بهیر کې د پام وړ رول ولوبوي، چې وکولی شي د سیاسي جوړجاړي او اوربند پر لوري چټک پرمختګ وکړي.
د امنیت شورا غړیو ویلي، چې تلپاتې سوله یوازې د یوه پراخه او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر له لارې ترلاسه کیدی شي، چې موخه یې تلپاتې هراړخیز اوربند او رښتینی سیاسي حل وی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
دې ټولنې ويلي؛ پر افغان ملکي وګړیو قصدي بریدونه جنګي جرم ګڼل کېدی شي.