تازه خبرونه
امیرخان متقي په کابل کې د سیمې له سفیرانو او استازو څخه د مثبت تعامل پراخولو غوښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي نن ( چارشنبه د سلواغې څلورمه په کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو له مشرانو سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټیکو اړیکو وضعیت د پام وړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمهییزې سلامشورې ترسره کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.
دغه راز امیر خان متقي له ګډونوالو وغوښتل، چې د یوه منطقهمحوره روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه، چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړیو استازو ټاکلو ته اړتیا نهشته.
متقي صاحب د ناستې له ګډونوالو ډیپلوماټانو وغوښتل، چې خپلو اړوند هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقهمحور نوښت پیغام ورسوي، چې افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو څخه د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربهتوب د دوحې په غونډه کې، چې ټاکل شوې د راتلونکې میاشتې په نیمایي کې جوړه شي؛ ګډون وکړي او د افغانستان په اړه به خپل اندونه وړاندې کړي.