تازه خبرونه
امیر خان متقي د مسکو د لوی جومات له ملا امام سره وکتل
د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د رسمي سفر په لړ کې د روسیې فدراتیف د لوی مفتي او د مسکو لوی جومات له ملا امام راویل عین الدین سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي؛ په دې لیدنه کې مفتي راویل عین الدین د روسیې د مسلمانانو او دیني مراکزو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل.
همدارنګه یې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ پر تاریخي اړیکو رڼا واچوله، تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار وباله.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي؛ امید لرم، چې تاسې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مؤثر او اغېزمن رول ولوبوئ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي، اميرخان متقي د روسيې له عالمانو سره د افغانستان روان حالت او ثبات شريک کړ او له هغوى يې وغوښتل، چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې همکاري وکړل.
په پای کې مفتي راویل عین الدین د افغانستان او روسیي فدارتیف تر منځ د اړېکو په پوره ښه کیدا کي د مرستې ډاډ څرګند کړ.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د امریکا استازی به په دې غونډه کې ګډون ونهکړي؛ ځکه، چې امریکا د مسکو د فارمټ غړیتوب نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وایي: زه له دې زیات نه شم ویلی، چې مونږ د مسکو له غونډې خبر یوو؛ خو مونږ د دې فورم غړي نهیوو؛ نو د امریکا استازی به په کې ګډون ونهکړي.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی، چې د مسکو په غونډه کې به په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره پر مبارزې خبرې وشي.
امیر خان متقي د دوشنبې پر ورځ د روسیې د حکومت پر رسمي بلنه د مسکو په غونډه کې، چې ټاکل شوې د جمعې پر ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي؛ د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی. ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ګاونډ او سیمې هېوادونو استازي خبرې وکړي.
