Connect with us

تازه خبرونه

امیر خان متقي عمان ته روان شو

تکل لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست ) به د عمان له بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې پر ورځ ( د کب نولسمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسیدي پر بلنه مسقط ته پر سفر ولاړ.

تکل لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست ) به د عمان له بهرنیو چارو وزیر او د دې هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دا عمان ته د امیر خان متقي لومړنی سفیر دی.

د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال په سپټمبر کې اعلان کړی و، چې په عمان کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د ادارې لاندې بیا پرانستل شوی دی.

تازه خبرونه

د کابل- اسلام‌آباد د کړکېچ د حل لپاره دې سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي – ایران

هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځه‌ویشتمه) له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړولو وړاندیز وکړ.

هغه ویلي، چې ایران په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې تر سره کړې دي.

عراقچي زیاته کړې؛ ټیلیفوني اړیکې نیول شوي او هیله ده، چې دا هڅې به د پام وړ پایلې ولري او په پایله کې به یې یوه سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.

دغه راز هغه د قطر، ترکیې او روسیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ په اړه ټیلیفوني اړیکې نیولې دي.

د ایران دا هڅې د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدا او  درېدا وروسته پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ مونږ د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ کوو او د تهران له‌خوا له هر راز منځګړیتوب هرکلی ته چمتو یوو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندربي زیاته کړې؛ ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د سوله‌ییز حل پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري

نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمه‌ییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د مرکزي آسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي؛ د افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګ ته لومړیتوب لري.

نوموړي پر سیمه د افغانستان د وضعیت اغېز ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د سیمې امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه یوازې دوه اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې د لویو زیربناوو، انرژۍ او ټرانسپورټ په پروژو کې هم د دې هېواد ادغام باید د سیمه‌ییزو پالیسیو په سر کې ځای ولري.

 هغه د آمو سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه ویلي؛ دې اوبو ته لاسرسی د سیمه‌ییزو خبرو اترو له لارې شونی دی.

د مرکزي آسیا هېوادونو د مشرانو اوومه دوه ورځنۍ مشورتي غونډه د لړم پر څلیریشتمه او پېنځه‌ویشتمه د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، آذربایجان د مشرانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ګډون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده.

تمه ده، چې دا غونډه به نن د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیږي، چې په کې به د سیمې له امنیتي او اقتصادي پرمختګونو سره د افغانستان د یوځای پر اړتیا ټینګار څرګند شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي

د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بې‌ساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.

Published

on

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (UNHCR) وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سږ کال له ۱۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال نیولي، چې دا تر ټولو لوی شمېر دی.

د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بې‌ساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.

د یو‌ان‌اچ‌سي‌آر د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو ۷۶ سلنه د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي یا بې اسناده کډوال ول. په داسې حال کې، چې ۲۴ سلنه یې د پي‌او‌آر کارتونو لرونکي کډوال ثبت شوي دي.

د نیولو زیاتوالی له هغې وروسته زیات شو، چې د پاکستان حکومت په دوه بېلابېلو حکمونو کې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه افغان کډوال جبري وایستل او پولیسو ته یې د پي‌او‌آر کارت لرونکو د نیولو واک ورکړ.

دې بنسټ دا هم تائید کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره نغدي مرسته د مرستندویانو له‌خوا د مالي ملاتړ د کمښت له کبله کمه شوې ده. دا هغه مسله ده، چې زرګونه زیانمنې کورنۍ یې د خوړو، کرایې او ژمي د اړتیاوو په ترلاسه کولو کې له پوره ستونزو سره مخ کړې دي.

پر افغان کډوالو فشار نه یوازې په پاکستان کې زیات شوی، بلکې ایران هم د افغان کډوالو په نیولو او جبري ایستلو کې هم له پام وړ زیاتوالی خبر ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې بشري حقونه او مرستندویه بنسټونه یې په سیمه کې د ساتنې د اقداماتو د کمزوري کېدا په اړه اندېښمن کړي دي.

بشري بنسټونو د پاکستان او ایران له حکومتونو غوښتنه کړې، چې د کډوالو هر ډول راستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو قوانینو سره سمه وي. دوی ان ګواښ کړی دا پراخ جبري ایستل کولی شي ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې نوره بې ثباتي هم رامنځته کړي، چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ به د سرپناه، کار او اساسي خدماتو پرته پاتې شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!